په افغانستان کې امنیتي ځواکونه وايي، چې تر اوسه د انتخاباتو د پروسې د ګډوډولو په برخه کې کومه پېښه نه ده، شوې.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي په خبري کنفرانس کې وویل، چې ۴۰۰ زره افغان سرتېري د څه باندې پنځو زرو مرکزونو د امنیت د ټینګښت لپاره ګومارل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په دغه برخه کې د پولیسو د چمتوالي خبر ورکړی دی، دا په داسې حال کې ده، چې د رپوټونو له مخې په خوست ولایت کې یوې چاودنې د انتخاباتو دوه څارونکي ټپیان کړي دي، له ولایتونو څخه هم تر اوسه په دې برخه کې د جدي امنیتي ستونزو رپوټ نه دی ورکړل شوی.