د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د انتخاباتو لپاره یې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري نن خبریالانو ته وویل چې پولیس به د ملی اردو او ملي امنیت له ځواکونو سره یو ځای د رایې ورکونې د شا اوخوا ۵۶۰۰ مرکزونو امنیت وساتي.
دغه شان په افغانستان کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاتز هم وویل چې د دوي ځواکونو د انتخاباتو د امنیت لپاره افغان ځواکونو سره همکاري کوي .
بل خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو ټولنې یا فیفا هم ویلي چې د دوي څارونکي به په ټول افغانستان کې د انتخاباتو بهیر وڅاري .