د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

نور: د ټاکنو د اصلي او جعلي کارټونه توپیر کولای شو


د ټاکنو د کمیسیون ویاند ښاغلي نور محمد نور سره د ازادي راډیو خبریال د مرکې پر مهال
د ټاکنو د کمیسیون ویاند ښاغلي نور محمد نور سره د ازادي راډیو خبریال د مرکې پر مهال
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هغه راپورنه تایید کړل، چې وايي، د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو لپاره یو شمېر جعلي کارتونه چاپ شوي دي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي، چې د انتخاباتو د رایې ورکولو کارتونه او پاڼې داسې جوړې شوي دي، چې جعلکاري په کې ښکاري او د دوی کارکوونکي به وکولای شي، چې په اسانۍ سره یې له کارولو نه مخنیوی وکړي.

پخوا تر دې داسې راپورونه ورکړل شول، چې د ګاونډی هیواد پاکستان د پيښور ښار په مطبعو کې یو شمیر کاندیدانو د رایې ورکولو په لکونو جعلي کارتونه چاپ کړي، تر څو د رایې ورکولو په ورځ ترینه ګټه واخلي.

په دې اړه زموږ همکار احمد زبیر ژمن له ښاغلي نور سره مرکه کړې ده:

ددې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!
XS
SM
MD
LG