د بغلان ولایت د انتخاباتو سیمه ایز کمېسیون وایي، چي 28 تنه موقت کار کوونکي یې وسلوالو طالبانو تښتولي دي.
په بغلان ولایت کې د دغه کمېسیون رئیس محمد کریم ازادۍ راډیو ته وویل، دغه کار کوونکي په برکه ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره په تیارېو بوخت وه چې وسلوالو طالبانو تښتولي.
په بغلان کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کارکوونکو د تښتونې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
دغه راز د تخار د والي ویاند فیض محمد توحید وايي چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو الوتکو د ولسي جرګې د یو تن کاندید عبدالواحید خراساني د کمپاین پر غونډه بمباري کړی او 6 تنه په کې وژل شوي.
بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.