ایا په کندهار کې بریالیتوب به له دې سره مرسته وکړي چې په ټول افغانستان کې ناامني پای ته ورسیږي دا او یو شمیر نور مسایل اسوشیتد پرس خبری اژانس په یوه تحلیلی مطلب کی څیړلی دی چی مهمی برخی یی نوریاس نوري پښتو کړي دي:
له کله چی جګړه پیل شوی، دغه جنوبی ښار او شاو خوا سیمی یی د طالبانو اصلی مرکز بلل شوی دی. ویل شوی چی طالبان له همدی ځایه د ټول افغانستان د نیولو په فکر کی دی. کندهارد خونړیو جګړو شاهد هم دی.
اوس چی امریکایی ځواکونه او متحدین یی په کندهار کی په سیمه ییزو جګړه مارانو او د انګورو په باغونو کی له سرسختو وسله والو سره په مبارزه کی ښکیل دی، د کندهار جګړه په افغانستان کی د امریکا په مشری د نهه کلنی جګړی د ګټلو لپاره د نوی ستراتیژی اساسی جزبلل شوی ده.
نن ورځ کندهار ته له پوځی پلوه په داسی سترګه کتل کیږی چی که دی کندهار وګاټه نو ټول افغانستان ګتلی بوله.
که څه هم ټول له دی نظریی سره موافق ندی او استدلال کوی چی که په کندهارکی بریالیتوب حاصل هم شی جګړه به بیا هم پای ته ونه رسیږی اوهغه به ډیروخت ونیسی.
د اسوشیتید پرس اژانس له دی تحلیل سره سم هیڅوک بریالیتوب نشی تضمینولی، ستونزی ډیری زیاتی دی او د هوارولو لپاره یی وخت هم ډير لږ پاتی دی.
د بریالیتوب اساس به دانه وی چی عملا د کندهار جګړه څنګه پرمخ ځی بلکه د دی جګړی د بریالیتوب لپاره به د امریکا سیاسی ډګر ټاکونکی رول ولری.
په سیمه کی د امریکا داستخباراتویا سی ای ای یوپخوانی غړی مارک سیګمن چی اوس په واشنګټن کی میشت د بهرنی پالیسی په تحقیقاتی انستیتوت کی کارکوی وایی:
دا هغه نظریه ده چی لویدیځ پوځیان پری باور لری خو دافغانستان له عینی شرایطو سره هیڅ سرنخوری. تاسو به کندهار ارام کړی خو بیابه هم بایلونکی یاست ځکه افغانستان یوه داسی ټولنه دی چی زښت زیات یوله بله سره بیله ده، او په لیری پرتو سیمو کی د کابل د حکومت د واکمنی څرک نه لیدل کیږی.
په دی کی هیڅ شک نشته چی د افغانستان جنوبی ښار کندهاریو ډیرمهم ښار دی. کندهار چی شاوخوا پنځه لکه نفوس لری او د افغانستان دوهم لوی ښاربلل کیږی، یو وخت د طالبانو د واکمنی مرکزوو او د القاعده مشر اسامه بن لادن هم ورڅخه پرامریکا د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر د حملو لپاره کارواخیست.
وسله والو طالبانو اوس بیا له کندهارولایت او څنګلورو سیمو څخه دافغانستان نورو سیمو ته خپل قوت غزولی دی.
د افغانستان په جنوب کی د ناتو د ځواکونو قوماندان بریتانوی جنرال نیک کارتر په وروستیو کی خبریالانو ته ویلی وو چی که په کندهارکی بریالیتوب حاصل شی نو دا به پر ټولی جنوبی سیمی ډیر اغیز ولری. که په کندهار کی کارونه ښه پرمخ لاړ شی نو به ورسره نورکارونه هم ښه شی. د کارترپه وینا کندهارد پښتنو لپاره یو خاص اهمیت لری یا د افغانانو په اصطلاح کندهار سرنوشت ټاکی.
یوشمیر نور په دی باور دی چی کندهارته زښته زیاته پاملرنه به د افغانستان په نورو سیمو کی چی د وسله والو مخالفانو فعالیتونه زیات شوی، پوځی اونوری منابع کمی کړی.
د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ادمیرال مایک مولن په وروستیو کی ویلی وو چی وسله وال بغاوت تقریبا د افغانستان د هرودریو ولسوالیو څخه یوی ته غزیدلی دی.
د ځینو راپورونو له مخی طالبانود ۳۳ ولایتونو لپاره والیان ټاکلی اوله سیمه ییزو ادارو سره موازی چاری پرمخ وړی.
د ناتو ځواکونو قوماندانانو ویلی چی د کندهارعملیات به چی د کندهار لپاره د همکاری نوم ورکړل شوی، پراخ نه وی بلکه په تدریجی ډول به ترسره کیږی. په دی مانا چی پوځی قوت ته به لومړیتوب نه ورکول کیږی.
ویل شوی چی د کندهار د عملیاتو لپاره به په کندهار ښار او شاوخوا سیمو کی دافغان او ناتو ځواکونو شاوخوا پنځه ویشت زره سرتیری ځای پرځای شی.
په جنوب کی د ناتو د ځواکونو قوماندان جنرال نیک کارتروایی کندهار ستالینګراد یا فالوجه ندی. د لته جګړه د ښی حکومت داری لپاره ده، دا جګړه د زورواکانو او مافیا په وړاندی جګړه ده. د نوموړی په وینا د دی جګړی د بریالیتوب په اړه هله قضاوت کیدای شی چی ایا د یوه اغیزمن حکومت او خلکو ترمینځ ارتباط ټینګ شوی دی که نه؟
په داسی حال کی چی امریکایی او افغان ځواکونو د کندهارښار په لویدیځه برخه کی عملیات پیل کړی ترڅو ښارته د وسله والوکسانو، انتهاری حمله کونکو او مالی منابعو د ننوتومخه ونیسی، د سختو نښتو راپورونه هم ورکول کیږی.
د ارغنداب سمسوره دره چی پکی زیات ماینونه ایښودل شوی تقریبا په سلو کی اتیا له طالبانو څخه پاکه شوی او امن شوی ده. کارتر وایی په څنګلوری ولسوالی ژیړی کی به چی په ۱۹۹۴ کال پکی د طالبانو د غورځنګ اساس کیښودل شو، راتلونکی میاشت پراخ عملیات پیل شی.
ویل کیږی چی د سپټمبر د میاشتی ترپایه به په کندهار کی یولس امنیتی مرکزونه جوړشی.
د کارتر په وینا په کندهار کی د استخباراتو په مشری له عملیاتو څخه هدف هغه وسله وال طالبان دی سخت مقاومت کوی.
په کندهار کی د عملیاتو ترڅنګ به د بریښنا د ظرفیت د لوړولو لپاره د موقتی پروژو په شمول د بیارغونی کارونه ګړندی کیږی. خوله دی سره سره به تر ۲۰۱۴ کال د مخه کندهار ته بشپړه بریښنا ونه رسیږی.
خو اسوشیتید پرس اژانس وایی اساسی او ترټولو سخت کار به په دی ولایت کی د هغو جګړه مارانو ځپل وی چی د مرکزی حکومت له کمزوتیا څخه په استفادی یی په کندهار کی موازی حکومت جوړ کړی دی. دغه حکومت چی په قومی اساساتو ولاړ دی واګی یی د ولسمشر د میرنی ورور احمد ولی کرزی په شمول د څو کورنیو په لاس کی دی اود ټولو قومونو استازیتوب نه کوی.
ولی کرزی چی په فساد، د مخدره موادو په قاچاق او د خپلو رقیبانو په وژنه کی په لاس لرلو تورن دی بیاهم نه غواړی چی له واکه لاس واخلی.
که څه هم ده پخپله دغه تورونه په وار وار رد کړی دی.
په امریکا کی میشت د جګړی د تحقیقاتو یوه مرکز تیره میاشت د یوه راپور په خپرولو سره وویل چی په کندهارکی اصلی ستونزه له همدی مسلی سرچینه اخلی، د کندهاراکثریت اوسیدونکی فکر کوی چی سیمه ییزی ادارې په خپل سر او غیرقانی توګه فعالیت کوی او د قدرت د دلالانو د یوی خاصی ډلی ګټی خوندی کوی نه د عام ولس.
په کندهار ولایت کی د یوی مخکینی ترسره شوی سروی نتایجو ښودلی ده چی په دی ولایت کی د امنیت د نشتوالی ترڅنګ سیمه ییزی ادارې په پراخ فساد ککړی دی او خلک هم له لومړنیو خدماتو بی برخی دی.
دغه وضعیت خلک داسی یوه حالت ته اړ ایستلی چی د مرکزی حکومت ملاتړ ونکړی بلکه برعکس ډیریی ځان د وسله والو طالبانو خواخوږی بولی.
دغه سروی چی د امریکاپه پوځی مرسته ترسره شوی په سلو کی ۸۵ برخه اخیستونکو طالبان خپل افغان وروڼه بللی دی.
د سروی اکثریت ګډون کونکو په کندهار کی د همکاری په نوم له عملیاتو سره مخالفت څرګند کړی دی.
د ناتو ځواکونو قوماندانانو هم دا خبره منلی چی په کندهار کی د نورو کارونو ترڅنګ د مافیا ډوله واکمنۍ پرځای د یوی سمی اداری د رامنځته کولو لپاره هم هڅی پیل شوی دی، خو پوښتنه داده چی ایا د دی کارد بشپړولو لپاره کافی وخت شته که نه؟
د امریکا په باستون پوهنتون کی د نړیوالو اړیکو او تاریخ استاد اندری جی باسیویچ چی د ویتنام د جګړی تجربه لری وایی په کندهارکی نن ورځ سیاسی هلی ځلی له پوځی عملیاتو څخه مهمی دی. که په افغانستان کی د ناتو او امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان جنرال دیوید پترویس ونشی کولای چی د راتلونکی کال تردوبی پوری بری ترلاسه کړی، نو ولسمشر بارک اوباما به له یوه سخت حالت سره مخامخ شی او دی باور ته به ورسیږی چی د افغانستان لپاره یی نوی ستراتیژی موثره نده.
د ښاغلی باسویچ په وینا په دی صورت کی به وخت له لاسه وتلی وی او سیاسی فضابه د اوباما په پلوی نه وی.
د اسوشیتید پرس اژانس او دو نورو موسسو په مرسته روانه میاشت یوی ترسره شوی سروی وښوده چی په سلوکی ۵۸ امریکایان په افغانستان کی د جګړی له دوام سره مخالف دی او یواځی ۳۸ فیصدو یی ویلی چی دوی په دی هیواد کی د اوباما د پوځی هلوځلو د زیاتیدو ملاتړ کوی.
د راندکارپوریشن په تحقیقاتی مرکز کی دافغانستان د چارو کارپوه ارتورو مونوز د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ژمنی ته پام سره چی ویلی یی دی دراتلونکی کال په جولای میاشت کی به له دی هیواده د ځواکونو د ایستلو پروسه پیل کړی، وایی د او باما د ستراتیژی د موثریت د څرګ لګولو لپاره یولس میاشتی وخت کافی دی خو د امریکا پوځی دوکتورین د اوږد مهاله ژمنی یادونه کوی.
خو اساسی پوښتنه داده چی ایا دامریکا سیاسی کړی به دی ته تیاری وی چی د دغی ستراتیژی د تطبیق لپاره داوږدی مودی په مخه په افغانستان کی پوځی منابعو، وخت او امریکایی تلفاتو ته زړه ښه کړی.
راند تحقیقاتی مرکز له ۱۹۴۵ کال راپدیخوا په نړی کی د نوی وسله والو بغاوتونو په اړه څیړنه ترسره کړی او دی نتیجی ته رسیدلی دی چی د هربغاوت ختمول په متوسط ډول ۱۴ کاله وخت نیولی دی.
د امریکا د وسله وال بغاوت ضد ستراتیژی دری کاله مخکی په عراق کی جوړه شوه چی هدف یی له وسله والو شخړو د عراق د ولس امن کول او د خلکو ملاتړ ترلاسه کول وو.
د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کی د وسله والو بغاوتونو کارپوه انتونی کوردسمن وایی په افغانستان کی د وسله والو مخالفانو د ځپلو په مقصد نوی ستراتژی په وروستیو کی شکل نیولی او ښایی چی ددی ستراتیژی په رڼا کی به اصلی جګړه له نوی کاله پیل شی.
د افغانستان لپاره د امریکا د نوی ستراتیژی په اړه په تیرمارچ میاشت کی د لندن په کنفرانس کی هم پوښتنی راپورته شوی. په دی کنفرانس کی چی حکومتی چارواکو، پوځی مشرانو، د مرستندویو موسسو مسولینو او د چارو کارپوهانو برخه اخیستی وه، په دی ټکی ټینګار وشو چی له افغانستان سره مرستی مکمن برعکس نتیجه ورکړی ځکه چی ډیرافغانان په دی باور دی چی د شخړو د دوام اساسی عامل پخپله د دوی حکومت دی. دوی وایی چی دا حکومت په پراخ فساد او لوټماریو کی ښکیل دی او عدالت نشی تامینولی.
اسوشتید پرس اژانس دا تحلیلی مطلب په دی ټکو رانغاړی:
په داسی حال کی چی وخت مخ په خلاصیدو دی، د وسله والو مخالفانو په ضد د نهه کلنی جګړی لوی ازمیښت کندهار دی.