د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې زیاترو ولایتونو ته یې د ولسي جرګې د راتلوونکو انتخاباتو لپاره د رایې پاڼې او نور حساس مواد رسولي دي.
د دغه کمیسیون رئیس فضل احمد معنوي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې تر راتلونکې سې شنبې ورځې پورې به ټولو ولایتونو ته دغه مواد ولیږدول شي:
” تر اوسه پورې د حساسو موادو د تړلو کار د 31 ولایتونو لپاره بشپړ شوی دي او د 14 ولایتونو مرکزونو ته د رایي ورکوونې پاڼې هم په بشپړه توګه رسېدلي دي، چې له هغه ځایه بیا ولسوالیو ته انتقالیږي، د 10 ولایتونو مواد تړل شوي او په هوایي ډګر کې د انتقال لپاره چمتو دي.“
ښاغلي معنوي وویل، چې تر اوسه پورې د ولایتونو مرکزونو ته د دغو موادو په رسولو کې له کومې لویې ستونزې سره نه دی مخ شوی.