د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۵

احمدي: په کابل کې ۷۶ زده کوونکې مسموم شوي

د پوهنې وزارت ویاند ګل اغا احمدي
د پوهنې وزارت ویاند ګل اغا احمدي
د پوهې وزارت چارواکي وايي، چې نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل ښار په کارته نو سیمه کې د توتیا په نامه یوه ښوونځي کې ۷۶ تنه زده کوونکې مسموم شوي دي.

د دغه وزارت ویاند ښاغلي ګل اغا احمدي په یوې ځانګړې مرکه کې ازادي راډیو ته وویل، چې اوس ټولې زده کوونکې بېرته خپلو کورونو ته تللي او روغ رمټ دي. د ده په وینا د پېښې د څرنګوالي او عاملینو په اړه د کورنیو چارو او د ملي اردو کار کوونکي څېړنه پیل کړي ده.

ددې مركې د اورېدو لپاره دلته كيكاږئ!
XS
SM
MD
LG