د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

سيلابونو خلكو ته زيات زيانونه اړولي

د چهارشنبې له سهار راهيسې د جلال اباد ښار په ګډون د ننګرهار ولايت په مختلفو سيمو کې راوتلو سېلابونو دروند تاوان اړولى دى.

د جلال اباد ښار د ختيځې څنډې په بېز اکمالاتي کې راوتلي سېلاب سلګونه کورونه يا ويجاړ کړي او يا يې زيانمن کړي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل، سمدستي د سېلابونو د زيان معلومات نه شي کېدى ده وويل: د خوګياڼيو ولسوالۍ په چمتله کې د سره رود ولسوالۍ په ځينو سيمو کې په مومندره، اچين، سپين غر او نورو سيمو کې سېلابونه راوتلي او لاهم دوام لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG