له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې راسموسن وويل:
((له وخت نه وړاندې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل به یو ځل بیا واک ته د طالبانو د رسیدو سبب شي او دغه هيواد به يوارې بيا د تروريزم مرکز وګرځي،چې نه یواځې سیمه او منځنۍ اسیا بلکې امريکا او اروپابه دهغوی د تروريستي بريدونو له ګواښ سره مخ شي.))
نوموړي وويل ترهغې چې افغانان ورته اړتیالري خپل ځواکونه به په دغه هيوادکې وساتي،هغه بياتکرار کړه ترڅو چې افغان پوځ او پوليس د خپل هيواد د ساتنې جوګه نه شي دوی به افغانستان یواځې پرېنږدي.
د هغه ددې خبرې په ځواب کې چې پاکستان کولی شي په افغانستان کې دسولې د ټینګښت په اړه د پام وړ رول ولوبوي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وويل که افغانستان ترې غوښتنه وکړي هيواد يې په دې برخه کې هرې همکارۍ ته چمتو دی.
((دا په افغانستان پورې اړه لري چې زموږ مرسته غواړي که نه،خو هغوی بايد سپینه کړي چې په د ې برخه کې د پاکستان رول لوبول غواړي که نه،که هغوی رانه دغه ډول غوښتنه وکړي موږ هرې مرستې ته چمتو يو .))
ټاکل شوې هغه به په خپل دغه يو ورځني سفر کې د کوربه هيواد د جمهور رئیس آصف علي زرداري،صدر اعظم يوسف رضا ګیلانی او د پوځ لوی درستيز جنرال اشفاق پرويز کیاني سره هم وګوري،ويل کېږي دواړه لوري به د پوځي همکاریو،دتروريزم پر وړاندې د روانې جګړې او د افغانستان په حالاتو سره وغږېږي.
اټکل کېږي راسموسن به له پاکستاني چارواکيو د تروريزم پر وړاندې په روانه مبارزه او له طالبانو سره د افغان دولت د خبرو پيلولو په پروسه کې د کوټليو ګامونوپورته کولو غوښتنه وکړي.
راسموسن په داسې حال کې اسلام اباد ته رسېدلی چې يواځې يوه ورځ وړاندې په کابل کې د اووياووهیوادونو او نړيوالو ادارو د استازيو په ګډون نړيوال کنفرانس ترسره شو،چې پکې له مخالفو وسله والو سره د افغان دولت د مذاکراتو له طرحې ملاتړوښودل شو،بلخوا دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو وزيرې هېلري کلنټن هم پاکستان ته یو دوه ورځنی سفر درلود.