د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

پخوانۍ برتانوي چارواکې پر عراق برید کې د برتانیې ګډون وغانده


په دې تصویر کې به بصره کې د برتانوی پوځي اډې څخه د پرتانوي ځواکونو وتل لیدل کېږپ
په دې تصویر کې به بصره کې د برتانوی پوځي اډې څخه د پرتانوي ځواکونو وتل لیدل کېږپ
په دې اړه نیویارک ټایمز ورځپاڼې یوه مقاله لیکلي چې مهمې برخې يې جان اقا الکوزي را ژباړلي دي :

د انګلستان د کورنیواستخباراتو د موسسې پخوانۍ مشره بارونیس مانینګهام بولر وایي، په عراق او افغانستان کې زمونږ دخالت د ځوانانو یو پوره نسل او یا هم د ځوان نسل یوه ستره برخه افراطي کړه او دا کسان داسې انګیرې چې په اسلام حمله شوې ده.

میرمن مانینګهام بولر چې له ۲۰۰۲ میلادي کال څخه تر ۲۰۰۷ کاله پورې د انګلستان د MI5 استخباراتي ادارې مشره وه، او دا اداره د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د فیډرالي ادارې یا FBI سره معادله اداره ده، د سې شنبې په ورځ یې د هغه هییت په وړاندې شاهدې ورکړه چې د عراق د جګړې په اړه څیړنه کوي.
د هییت مشر، سر جان چیلکاټ تر اوسه د عراق د جګړې په اړه د انګلیستان د بهرنیو استخباراتو د ادارېMI6 د پخواني مشر سر ریچارډ ډېیرلف او د انګلستان د پخواني صدراعظم ټوني بلېر څرګندونې هم اوریدلي دي.

تمه ده چې دا هییت به د روان کال په پای کې خپل راپور خپور کړي او د عراق د جګړې په اړه شوې غلطۍ به په ګوته کړي او دغه راز به په راتلونکې کې د پوځي عملیاتو لپاره وړاندیزونه هم وکړي.

د انګلیستان د کورنیو استخباراتو د ادارې پخوانۍ مشرې په وار وار ویلي، د انګلستان پخواني صدراعظم ټوني بلېر او حکومت یې ددې ادارې هغه خبرداري ته هیڅ پام نه کاوه چې ویل یي، په صدام حسین باندې حمله به انګلیستان نور هم د تروریزم خولې ته برابر کړي.

خو مانینګهام بولر د سې شنبې په ورځ په خپلوڅرګندونو کې بیخي په ډاکه د امریکا په مشرۍ په عراق باندې حمله او په دې عملیاتو کې د انګلستان ملاتړ وغانده.
د انګلستان د MI5 استخباراتي ادارې پخوانۍ مشرې د هییت د پوښتنو په ځواب کې وویل، په عراق باندې له حملې مخکې داسې کوم ریښتیني شواهد موجود نه وو چې ثابته کړي د صدام حسین حکومت په امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مې تروریستي حملو کې لاس درلود.

دا وایي، ما د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای ای) ته هغه مهال ویلي و چې صدام حسین د سپټمبر د ۱۱ مي تروریستی حملو سره هیڅ تړاو نه لري او اوس هم په همدې نظر یم ، زما په فکر کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

مانینګهام بولر وایي، ددي دا ډول خبرې د امریکا د حکومتي ماشین په ځینو کسانو ښې نه لګیدې، په خاص ډول د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر ډونلډ رمز فلډ باندي. همدا وجه وه چې رمزفیلډ په پنتاګون کې بله استخباراتي اداره فعاله کړه تر څو قضاوت بدل کړي.

د انګلستان د کورنیو استخباراتو د اارې پخوانۍ مشره وایي، کله چې پام عراق ته واړول شو نو په افغانستان کې د القاعده شبکې ګواښونه له پامه وغورځیدل او زه فکرکوم دا د اوږدې مودې ستره ستراتیژیکي ستونزه شوه.
XS
SM
MD
LG