ولسمشرحامد كرزي په خپلې وينا كې د افغانستان د وروستيو پرمختګونو او په ګڼو نورو مسايلو له خبرو سربيره له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره خپلې مرستې له سره تنظيم كړي او وروسته له دې دې په افغانستان كې له اوږدمهالو پراختيايي پروژو مالي ملاتړ وكړي.
د كابل نړيوال كنفرانس ته په خپلې پرانستونكې وينا كې ولسمشرحامد كرزي له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره خپلې مرستې له سره تنظيم كړي.
هغه وويل، د مرستو له سره تنظيم په دې معنى چې موازي ادارې له منځه ولاړې شي، د فعاليتونو د تكرار او د هغو متعددو پروژو د تطبيق مخنیوى و شي چې د افغانستان له دولت سره پكې همغږى نه وي.
ښاغلي كرزي په تيرو څو كلونو كې په افغانستان كې په بيلابيلو برخو كې شويو پرمختګونه تشريح كړل او همداراز ژمنه يې وكړه چې د عامه خدماتو د يوې شافې ادارې د رامنځ ته كولو لپاره كار كوي:
((څلور مهمې ساحې دي چې زموږ سياسي تعهد ازمايي، په جوړښتونو كې اصلاحات، قانون مندي او نظم، سوله او روغه جوړه او د اساسي قانون تطبيق. موږ د عامه خدماتو د يوې داسې ادارې رامنځ ته كولو ته ژمن يو، چې له وړتيا، موثريت، صداقت او له لازمو امتيازاتو برخمنه وي.))
هغه وويل، خوښ دى چې نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريكا متحده ايالاتو موافقه كړې چې په راتلونكو دوو كلونوكې به خپلې پنځوس فيصده مرستې د افغان دولت د بوديجې له لارې لګوي.
ولسمشر كرزي په راتلونكې كې د نړيوالې ټولنې د مرستو د موثريت او د افغانستان د پرمختګ لپاره له نړيوالې ټولنې نه مشخص وړانديزونه هم وكړل.
هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په بيلابيلو برخو كې په قراردادونو كې شفافيت رامنځ ته كړي، او وروسته له دې په افغانستان كې له اوږدمهالو پراختيايي پروژو ملاتړ وكړي، تر څو د افغانانو په ژوند كې بدلون راوستلى شي.
جمهور ر یيس كرزي همداراز خپل ژمنه تكرار كړه چې تر ۲۰۱۴ كال پورې به افغان امنيتي ځواكونه د هيواد امنيتي مسوليتونه پر غاړه اخلي.
د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي بانكي مون چې د كابل كنفرانس دويم وينا وال وويل. هغه پر افغانانو غږ وكړ چې خپل ملي يووالي پياوړى كړي او په همكارۍ سره په هيواد كې د سولې او پرمختګ لپاره كار وكړي:
((موږ د افغانستان له خلكو څخه غواړو چې سره يو شي، چې د سولې، پخلاينې او عدالت پر لار كې په ګډه سره كار وكړي، تر څو په همكارۍ سره خپله راتلونكې جوړه كړي، اقتصادي وده وكړي. دا د افغانستان خلكو ته زما پيغام دى. ))
د امريكا د متحده ايالاتو د بهرينو چارو وزيرې هیلري كلنټن په خپلې وينا كې وويل، موږ دلته ددې لپاره راټول شوي يو چې له افغانستان څخه خپل ملاتړ بيا تنظيم كړو او پر هغو ستونزو بحث وكړو چې په تيرو څو كلونو كې مو په افغانستان كې لرلې.
هغې وويل، هيواد به يې په افغانستان كې له خپلو هلو ځلو لاس وانه خلي:
((د ۲۰۱۱ كال د جولاى مياشت داسې يوه نيټه چې په عين وخت كې موږ دوه كارونه وكړو، موږ به خپل تعهد لا ډير كړو او د امنيتي مسئوليتونو سپارل هم ډير مهم دى.
خو ددې نيټې په اړه هيڅ پريكړه نه ده شوې چې موږ له خپلو هلو ځلو لاس واخلو او دا ځاى پريږدو.))
هیلري كلنټن زياته كړه د افغانستان دولت او ناټو به يو داسې پلان رامنځ ته كړي له مخې يې داسې شرايط رامنځ ته شي چې د ولايت په ولايت او ولسوالۍ په ولسوالۍ امنيتي مسوليت افغان ځواكونو ته وسپارل شي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې په افغانستان كې د پخلاينې د پروګرام په برخه كې له هغو كسانو سره له خبرو اترو ملاتړ څرګند كړ، چې له تاوتريخوالي او القاعده شبكې سره اړيكې شلوي، د افغانستان اساسي قانون مني او د بشر حقونو او د ښځو حقونو ته درناوى كوي.
راپور: احمد زبير ژمن