د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

د کابل له کنفرانس نه د ننګرهاريانو هيلې


ننګرهار په دې وروستیو کې د یو لړ ناکراریو شاهد و
ننګرهار په دې وروستیو کې د یو لړ ناکراریو شاهد و

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي د کابل له نړۍ وال کنفرانس نه تمه لري، چې افغانانو ته د امنيت او د اقتصادي مرستو د سمې لګونې په چارو کې به د افغانانو په ګټه يوه موافقه ترلاسه شي. د ننګرهار ولايت يو نظر خاوند٥٥ کلن محمد انور سلطاني، چې يو قومي مشر دى وايي: زما په نظر دا کنفرانس ښه دى، موږ تمه لرو چې د افغانانو اقتصادي او امنيتي ستونزو ته به يوه ښه حل لار راوباسي.

تر اوسه چې کومې مرستې لګېدلي په سلو کې اتيا نړۍ والو لګولي، نه يې د حساب کتاب مرجع معلومه ده او نه څوک حاضر دي چې دا حساب ورکړي. بل پلو افغانان امنيتي ستونزې لري او په لرې کېدو کې يې د نړۍ والو اغېز ډېر مهم دى. همدا وخت دى چې نړۍ وال راوړاندې شي او د قيقې ژمنې وکړي.

٤٥ کلن محمد شعيب چې په مخابراتو چوک کې درملتون لري وايي، که نړۍ وال ريښتينې مرستې وکړي؛ نو افغانان خپل امنيت پخپله نيولى شي. ده وويل: همدا اوس ملي اردو توپ، ټانک او طيارې نه لري که لري يې، د حساب وړ نه دي. افغانان خپل امنيت خپله نيولى شي؛ خو چې د وسايلو مرسته ورسره وشي. افغانان غېرتي خلک دي او خپل وطن به پخپله وساتي.

د معلم خېرالله په نوم يو بل تن وايي، د افغانانو د اقتصادي ژوند د لوړولو لپاره بايد دا کنفرانس يو ګټور پروګرام وړاندې کړي. همدا اوس جلال اباد ښار له سوالګرو نه ډک دى او که نړۍ وال وغواړي يو ګټور اقتصادي پروګرام په کار اچولى شي، چې مرستې په سمه توګه ولګوي. زموږ ددې کنفرانس نه همدا هيله ده.

ځينې افغانان په دې نظر دي چې افغانستان ته دنړۍ والو د راتګ له پيله يوښه ستراتېژي په کار نه ده اچول شوې او داکنفرانس به ډېره مثبته نتيجه ورنه کړي؛ خو دابه د کنفرانس تر پاى ته رسېدو وروسته څرګنده شي.

محمد داود وفا

XS
SM
MD
LG