د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

په کابل کې نړېوال کانفرانس پیل شو


د کابل کانفرانس نن سهار پیل شو
د کابل کانفرانس نن سهار پیل شو

نن په کابل کې د افغانستان په اړه نړېوال کنفرانس په داسې حال کې پیل شو چې په کابل ښار کې لارې تړلي او د کنفرانس نېږدي سیمو ته د عامو خلکو په تګ راتګ بندیز لګیدلی دی . دا نړېوال کنفرانس ولسمشر کرزي په خپله وینا پرانیست . نوموړي د کنفرانس ګډونوالو ته هرکلی ووايه او په دې کنفرانس کې یې د هغوی د ګډون مننه وکړه .

ولسمشر کرزي لکه د نورو غونډو په څېر په دې وروستیو کې د افغان حکومت لاس ته راوړنو ته اشاره وکړه او همداراز یو لړ ستونزې یې هم په ګوته کړې .

نوموړي له نړېوالې ټولنې خپلې بېلا بېلې غوښتنې هم رامخې ته کړې او له هغوی وغوښتل چې د افغان حکومت سره دې په هغه بڼه مرسته وکړي چې افغان حکومت یې غوښتونکی دی .

هغه وویل نړېواله ټولنه دې ورسره د سولې د مشورتي جرګې د پریکړو په عملي کیدو کې کومک وکړي .

هغه همدا راز د افغانستان د راتلونکې پارلمان په پیاوړتیا کې هم له نړېوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه .

ولسمشر کرزي همدارنګه ټینګار وکړ چې د بهرنیو مرستو ډېره برخه دې د افغانانو له لارې ولګول شي .

هغه افغان لورې ته ګام پر ګام د مسولیتونو د سپارلو پر څرنګوالي هم وغږیده او له نړېوالې ټولنې یې په بېلابېلو برخو کې وغوښتل چې د افغان حکومت لومړیتوبونه دې په پام کې ونیسي .

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د غونډې بل ویناوال و چې په خپله وینا کې یې دا کنفرانس دافغانستان او نړېوالې ټولنې لپاره مهم وباله او پر افغان حکومت یې ټینګار وکړ چې مسولیتونو ته خپله اوږه ورکړي او هڅه وکړي چې په خپل کور بسیا شي.

نوموړي همدارنګه له عامو افغانانو هم وغوښتل چې د خپل حکومت ننګه او ملاتړ وکړي او د اقتصادي ودې لپاره هلې ځلې زیاتې کړي .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلینټن هم د کابل کانفرانس د کابل لپاره مهم وباله .

نوموړي په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ شوی ترانزیتي تړون هم یاد کړ او دا یې د افغان لورې لپاره لویه بریا وبلله .

هغې وویل چې دد۲۰۱۱ کال د جولای په میاشت کې به افغان امنیتي ځواکونو ته ګام پر ګام د امنیت د چاروسپارل پیل شي ، خو له افغانستان سره د دوی مرستې دوامداره دي . او دا به دوام وکړي .

د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن وویل چې دوی د افغانستان سره په خپلو ټولو کړو ژمنو ولاړ دي .

نوموړي په دې لړ کې د لندن د کنفرانس پریکړو ته اشاره وکړه او ویې ویل هغه ژمنې به پوره کړي چې په لندن کنفرانس کې ناټو د افغانستان سره کړې دي .

نوموړي هم په تدریجي توګه افغان لورې ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو یادونه وکړه خو ټینګار یې وکړ چې د ناټو ځواکونه دلته د افغانانو د خوندیتوب لپاره دی او تر هغې به پاتې شي څو چې په دې هېواد کې سوله او ثبات نه وي راغلی .

په غونډه کې د اروپايي ټولنې استازي ، او د ګڼو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویناوې وکړې او لا هم روانه ده .
XS
SM
MD
LG