د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۰

جو بایډن : د افغانستان د سرتیرو د ایستلو د پیل نیټه پر خپل ځای ده

د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر جوبایډن
د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر جوبایډن

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال ویلي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د د ویستلو د پیل لپاره چې کومه نیټه جمهور رییس اوباما اعلان کړې هغه پر ځای او دقیقه ده .

د رویټرز خبري اژانس په وینا لوړ رتبه امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو کمول به د حالاتو او د وضیعت په څرنګوالي پورې مربوط وي.

دغو مقاماتو ویلي د ولسمشر اوباما له خوا د عسکرو د ویستلو د نیټې اعلان افغان دولت ته یو پیغام دی چې باید د خپل هیواد د امنیت ساتنې لپاره ګامونه اوچت کړي او لا زیات مسولیتونه پر غاړه واخلي.

د امریکا د جمهوري ریاست مرستیال په خپلو څرګندونو کې ویلي : دا به له وخت نه مخکې قضاوت وي چې وویل شي په افغانستان د متحده ایالاتو د جګړې اوسنۍ ستراتیژي کار نه ورکوي .

نوموړي ویلي تر راتلونکې اګسټ میاشت پورې به کله چې د اضافي ځواکونو ځای پر ځای کیدل بشپړ شي دا به روښانه شي چې د افغانستان د جګړې ستراتیژي څه ډول پر مخ ځي.

دا په داسې حال کې چې له تیرو شپږو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له زیاتوالي سره ددغو سرتیرو پر وړاندې د وسله والو حملې او مقاومت هم زیات شوي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د مرګ ژوبلې زیاتوالي په متحده ایالاتو کې د افغانستان د جګړې په اړه د خلکو شکونه زیات کړي دي.

د اې بي سي او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د نظر پوښتنو له مخې له تیر ډیسمبر میاشت راهیسې په امریکا د هغو کسانو شمیره چې د افغانستان جګړه ضروري بولي له ۵۲ نه ۴۳ فیصدو ته راښکته شوې ده.

د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش یوه سلا کار ریچرډ هس چې له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان د راتلونکې لپاره هم اهنګ کونکۍ چارواکی ټاکل شوی و ددغه هیواد په اړه د ولسمشر اوباما پر اوسنۍ جنګي ستراتیژۍ انتقاد کړی او وايي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو زیاتوالۍ کومه ګټه نه لري.


د رویټرز خبري اژانس په وینا یو شمیر لیبراله ډیموکراټان بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د یوې روښانه او دقیقي نیټې غوښتونکي دي.

په عین حال کې جمهوري غوښتونکي بیا د ولسمشر اوباما لخوا له افغانستان نه په ۲۰۱۱کال د سرتیرو د ویستو لپاره د پیل پر اعلان شوې نیټې انتقادونه کوي .

جمهوري غوښتونکي وايي دا اعلان خطرناکه نښې نښانې لري چې ګواکې امریکا د افغانستان د جګړې د ګټلو لپاره متعهده نه ده.





XS
SM
MD
LG