په دغه ترانزيټي تړون كي به افغان سوداګر خپل مالونه، په پاكستان كې تر واګه بندره د هندوستان موټروته وركولى شي.
افغان سوداګرو ددغه نوي تړون هر كلى كړى او هيله يې ښوولې چي دغه تړون ژر پلي شي.
د افغان او پاكستانيو چارواكو تر منځ، د ترانزيټ په برخه كې، تر دوو كلونو اوږدو خبرو وروسته د يكشنبې په ورځ په اسلام اباد كې د ترانزيټ تړون لاسليك شو.
تر دې پخوا افغان سوداګرو شكايت كاوه، چې د پاكستان له لارې د خپلو مالونو د وړلو پر وخت له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير ډاكتر انورالحق احدي، د دوشنبې په ورځ، تر غرمې وروسته په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د افغانستان پاكستان او هندوستان تر منځ دغه ترانزيټي تړون د افغانستان د اقتصاد د غښتلتيا لپاره يو مهم ګام دى.
ښاغلي احدي وويل چې په دې سره به د افغان سوداګرو په كارو بار كې سرعت پيدا شي.
تر دې پخوا به افغان سوداګرو خپل مالونه د پاكستان تر پولو پورې په افغاني موټرو كې وړل او وروسته به پاكستانيو موټرو د هند تر پولو رسول، چې د افغان سوداګرو په خبره خورا ډېر زيان به ورته اوښته.
خو اوس به افغان سوداګر ددغه تړون پر اساس خپل مالونه د واګه تر بندره پورې په افغاني موټرو كې وړلى شي.
همدارنګه پخوا پاكستان پر ځينو افغاني وارداتي مالونو بنديز لګولى و خو ښاغلي احدي وويل چې اوس پاكستان له ټولو هغو توكو بنديز هم لرې كړى او افغان سوداګر به كولى شي چې وارداتي مالونه پرته له كوم بنديزه افغانستان ته راوړي.
ښاغلي احدي وويل چي په دغه تړون كې پاكستان ته هم يو امتياز وركړل شوى دى او هغه داچي، افغان سوداګر به د هندوستان څخه د پاکستان له لارې څه نه واردوي.
((موږ په يوې موضوع كې هغوى ته يو امتياز وركړى، هغوى د صادراتو په برخه كې موږ ته ددې حق راكوي، چې په لږ وخت كې خپل مالونه د هند پولې ته ورسوو، خو ددې اجازه نه راكوي، چې هغه مال د واګې له لارې راوړو چې په هندوستان كې يې اخلو. كه څه هم په دې برخه كې موږ ډير ټينګار وكړ، خو هغوى خپل سياسي ملاحظات لري. له همدې امله موږ اوس په همدې اكتفا كوو چې د واګې له لارې خپل صادرات وكړو او واردات مو لږ تر لږه زموږ لارۍ نشي راوړلى.))
افغان سوداګر په دې تړون خوښ او دا يوه لويه لاسته راوړنه بولي، همدارنګه افغان ولسمشر حامد كرزي هم ددغه تړون هركلى كړى.
د اصولو سره سم بايد دواړه هيوادونه شوي تړونونه، خپلو پارلمانونو ته د تصويب لپاره وليږي.
په دې هلكه افغان سوداګر هيله ښیي چې، دا چارې هر څومره ژر تر سره شي، د دواړو هيوادونو د سوداګرو په ګټه ده.
راپور : معصوم ميوند_كابل