د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره - پنځمه برخه


د جنوبي افریقا سیاسي مبارز نیلسن منډیلا
د جنوبي افریقا سیاسي مبارز نیلسن منډیلا

د کړکېچونو د حل د اغېزمنې لارې- عدم تشدد په اړه د راپورونو د دې ځانګړې لړۍ په مخکنیو برخو کې مو واورېدل چې د سوله ییزو مظاهرو، اعتصابونو او نورو طریقو ترڅنګ د استبدادي رژیمونو پرضد د سیاسي مبارزو یوه اغېزمنه طریقه اقتصادي تحریم دی. دا د مبارزې هغه وسیله وه چې د نلسن منډېلا Nelson Mandela په مشرۍ د جنوبي افریقا خلک یې له اوږدو کلو وروسته د 1990 مې لسیزې په پیل کې د سپين پوستو د اقلیت د واکمنۍ پرضد د بریالیتوب پړاو ته ورسول.

اوس په جنوبي افریقا کې د نیلسن منډیلا دا مجسمه د هماغه زندان مخې ته ولاړه ده چې یو وخت نوموړی په کې زنداني و
په دې اونۍ کې په جنوبي افریقا کې د نژادي توپیر یا اپارټاید د رژیم په نسکورولو کې د عدم تشدد د مبارزې د اهمیت په اړه خبرې کوو، چې په دې لړ کې په دې هېواد کې د نژادي توپیرله استبدادي واکمنۍ څخه د تورپوستکو په ژغورنه کې د نلسن منډېلا او د افریقا د ملي کانګرس د ګوند African National Congress او په مجموع کې د سوله ییز غورځنګ سرښندنو او مبارزو د پام وړ ونډه لرله. منډېلا هغه ستر شخصیت و چې ویل به یې، که انسان نفرت کولای شي، نو مینه خو ترهغه ډېره آسانه ده. دا د منډېلا وینا ده چې ویل یې:

((هېڅ انسان داسې نړۍ ته نه راځي چې له بل انسان څخه دې د هغه د پوستکي د رنګ، دین یا ماضي په خاطر کرکه ولري. نفرت او نه زغم زده کېږي، او که دا زده کړه کېږي، نو د مینې او زغم زده کړه چې د انسان له زړه سره ډېره طبیعي اړیکه لري هم کېدای شي. حتی په ډېرو سختو حالاتو کې ما د انسانیت رڼايي لیدلې ده او ماته یې دا ډاډ راکړی چې انساني ښېګڼه هغه لمبه ده چې هېڅکله نه مري.))

نلسن منډېلا خپله مبارزه پر همدې بنسټ ودروله او تر بریالیتوبه پورې یې ورسوله.

عدم تشدد په جنوبي افریقا کې د نژادي توپیر یا اپارتاید د رژیم پر ضد د نلسن منډېلا په مشرۍ د تورپوستکو د مبارزې مهمه وسیله وه چې بالاخره یې د رژیم د ملا تیریې مات کړ او پایله یې د رژیم د مخالف غورځنګ بریالیتوب و.

نلسن منډېلا د 1918 کال د جولای په 18 مه د جنوبي افریقا په یوه واړه کلي کې وزېږېد. د ده پلار یو قومي مشر و. د ده نوم په ماشوم توب کې Rolihlahla رولي هلاهلا و. دی د خپلې کورنۍ یوازینی ماشوم و چې په اوه کلنۍ کې ښوونځي ته ولاړ. د نلسن نوم د ده د ښوونکي له خوا ده ته ورکړل شو ځکه دده د اصلي نوم ویل د هغه لپاره ګران کار و.

نلسن په 1941 کال کې د پوهنتون له ختمولو وروسته د لومړي ځل لپاره متوجه شو چې په جنوبي افریقا کې د تورپوستکو په وړاندې پر دې هېواد د حاکمو سپین پوستکو له خوا څه لوی تبعیض روان دی.

له دې وروسته منډېلا د افریقا د ملي کانګرس په غونډو کې چې په دې هېواد کې یې د ډیموکراسۍ لپاره مبارزه کوله ګډون پیل کړ.
دا هغه وخت و چې په جنوبي افریقا کې د سپین پوستو او تورپوستو سیمې بېلې وې. له مزدورانو پرته نور تورپوستکي او ماشومان یې د سپین پوستکو رستورانونو، ښوونځيو او د راټولېدو نورو ځایونو ته نشوای ننوتلای او د هغو په سیمو کې یې د استوګنې یا هلته د ننوتو اجازه نه لرله.

په 1948 کال کې چې د افریقا د ملي ګوند په نوم د سپین پوستو ګوند د حکومت واګي په لاس کې واخیستې اپارټایډ یا نژادي توپیر د دې هېواد د حکومت رسمي پالیسي شوه.

له دې یوکال وروسته د افریقاملي کانګرس عدم تشدد د خپلې مبارزې د بنسټ په توګه غوره کړ او د حکومت په وړاندې یې له وسله وال مقاومت پرته د ملکي بې اطاعتۍ کمپاین پیل کړ.

په 1952 م کال کې دې ګوند د دولت له غیرعادلانه قوانینو سرغړونه اعلان کړه او منډېلا ددې اقداماتو ملاتړ ته د خلکو د هڅولو په مقصد د هېواد بېلابېلو سیمو ته سفرونه پیل کړل.

خو حاکم نظام هم د منډېلا د سفرونو د مخنیوي لپاره اقدامات پيل کړل او په هرراز غونډو کې یې د ده پر ګډون بندیز ولګاوه.
د اپارټاید حکومت په دې پوه شوی و، چې د غیروسله وال مقاومت په لیکو کې داسې یو مشر شته چې دوی باید په دوامدار ډول څارنه پرې وکړي.

په 1956 کې حکومت منډېلا او د ده یوسل او پنځوس فعالان ملګري زندان ته واستول. منډېلا څلور کاله خپلې محاکمې ته انتظار واېست، چې په پای کې یې خوشې شو.

په 1960 م کال کې د اپارټاید حکومت د افریقا ملي کانګرس د غیر-قانوني ګوند په توګه اعلان کړ او منډېلا دې ته اړوت چې پټ سیاسي فعالیت پیل کړي. وروسته له دې چې حکومت د خلکو پر سوله ییزو مظاهرو حمله وکړه، د ښځو او ماشومانو په ګډون یې 67 کسان ووژل او له 180 زیات یې ټپیان کړل، منډېلا د څه وخت لپاره له هېواده وتلو ته اړوت خو چې بېرته راستون شو، سمدستي د حکومت له خوا ونیول شو او په پنځه کاله بند محکوم شو.

منډېلا په محکمه کې د خپل ځان له دفاع ډډه وکړه، ځکه دده په نظر دا د اپارټاید حکومت ته د مشروعیت ورکولو په معنی وه. محکمې دی د دولت د راپرزولو لپاره د هڅو په تور په دایمي حبس محکوم کړ. ده د خپل حبس 27 کلنه دوره د روبین په ټاپو کې چې د کېپ ټاون په اوه میله واټن کې پروت دی تېره کړه. خو د زندان له پنجرو بهر د خلکو مبارزو دوام درلود. منډېلا نه یوازې په زندان کې له خلکو هېر نشو، بلکې په جنوبي افریقا کې د اپارټاید ضد مبارزې په یوه سمبول بدل شو.

د جنوبي افریقا تورپوستکو د منډېلا په غیاب کې د عدم تشدد مبارزه نوره هم چټکه کړه. په اتیایمه لسیزه کې حکومت د خلکو د مقاومت پرضد له قوې څخه کار اخیستلو ته زور ورکړ. په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو د تورپوستو په سیمو کې د مقاومت د ځپلو لپاره د خلکو په وړاندې له سخت تاوتریخوالي څخه کار اخیسته، د سپین پوستکو په سیمه کې امن او هوسا ژوند و، او دوی له هغه ناورین څخه چې د هېواد په نورو برخو کې روان و، بېخبره وو ځکه رسنیو د امنیتي ځواکونو د دې عملیاتو په اړه راپورونه نه خپرول.

په 1983 کال کې د متحدې دیموکراتیکې جبهېUnited Democratic Front په نوم غورځنګ یا UDF رامینځ ته شو چې د څه باندې 600 ټولنیزو ډلو استازیتوب یې کاوه. دې غورځنګ په کوڅو، کلیساګانو او نورو ځایونو کې کمیټې درلودې او له سپورتي ټیمونو نیولې د ښځو تر کلپونو پورې په هرځای کې یې فعالیت پیل کړ.

دا وخت په ځوان نسل کې سیمه ایزو مشرانو سر رااوچت کړ، څو د اپارټاید رژیم له بېعدالتیو سره د مبارزې لپاره نورې اغېزمنې لارې چارې ولټوي. په دې ځوانو مشرانو کې یو، په پورټ الیزابت کې 27 کلن موکوسیلي جک Mkhuseli Jack و چې لومړی یې په خپله سیمه او وروسته په ټول ښار کې د مقاومت مشري په غاړه واخیسته. دی په اړه دې وايي:

((دا سازمان پراخېده او پراخېده او د امنیتي ځواکونو لپاره ډېره ګرانه او سخته وه چې دا خلک وځپي. ځکه دامهال په ټولنه کې د مقاومت کړۍ ډېره پراخه شوې وه. دا وخت موږ سوکه سوکه د هرچا په اړه جلاجلا مطالعه کوله چې د عدالت لپاره په هڅو کې یې ورګډ کړو، او وروورو هرچا خپل ځای په خپله لیکه کې مونده.))
نیلسن منډیلا له خپلې میرمنې سره د جنوبي افریقا په پارلمان کې


د 1985 کال په مې میاشت کې د پورت الیزابت د مېرمنو یوې ډلې د خپلې سیمې د مدني حقونو د دفاع مرکز ته له سپين پوستکو سره د تجارتي راکړې ورکړې بندولو وړاندیز وکړ. له سپین پوستکو سره چې اکثر دوکانونه او کاروبار د دوی په لاس کې و د تجارتي معاملو او راکړې ورکړې بندول دقیقاً هغه څه و چې د تورپوستکو د مدني حقونو لپاره د موکوسېلي جک د مبارزې تګلاره شوه او اغېزمنه نتیجه یې هم ورکړه.
د موکوسېلي جک په مشرۍ غورځنګ شاوخوا نیم میلیون خلک دې ته چمتو کړل چې د سپین پوستکو له دوکانونو او مغازو څخه د اړتیا وړ شیان وانخلي. دوی همداراز خلک دې ته قانع کړل چې خپلې دې اوږدې مبارزې ته د دوام ورکولو په خاطر د ژوند ابتدايي اړتیاوې، په خپلو کورو کې ذخیره کړي. د خلکو د ملاتړ جلبولو لپاره یوازینی لاره د جنازې په مراسمو کې وینا وه، ځکه یوازې په دې مراسمو کې حکومت خلکو ته د راټولېدو اجازه ورکړې وه.

د 1985 کال د جولای په 13 مه موکوسېلي جک د جنازې په مراسمو کې له سپین پوستکو سره دراکړې ورکړې د معاملو دبندولو غوښتنه وکړه. ده دوشنبې د جولای 15 مه د ډي (D) ورځې په نوم یاده کړه. (D) په انګلیسي ژبه کې د ډیسیژن Decision یا د پرېکړې د کلمې لومړی توری دی. موکوسیلي جک چې په تودو احساساتو د خلکو یوې لویې ډلې ته وینا کوله، وویل:

((دوی کولای شي ما په زندان کې واچوي خو دوشنبې د ډي ورځ ده. دوشنبې د ډي ورځ ده....... موږ د دوشنبې په ورځ د ښار له بازاره سودا نه اخلو........ موږ د دوشنبې په ورځ حتی د اورلګیت یو قطی هم نه اخلو.))

د جولای په 15 مه، د دوشنبې په ورځ هسې چې د مقاومت مشرانو غږ کړی و، سلګونه زره خلکو د سپین پوستکو له مغازو څخه حتی د اورلګیت له اخیستلو هم ډډه وکړه.

د تورپوستو د مدني حقونو غورځنګ په دومره بریالیتوب سره پرمخ روان و چې په سپین پوستو کې هم داسې کسان پیدا شوي وو چې خپل آواز یې د تورپوستو د مقاومت له آواز سره یو کړی و. په دوی کې یوه ځوانه جېنېټ چیري Janet Cherry وه چې په پوهنتون کې د زده کړې له وخته یې د افریقا د ملي کانګرس په ممنوع ګوند کې پټ غړیتوب ترلاسه کړی و.

د اپارتايد رژیم چې د خلکو پراخ مقاومت او په تېره تحریمونو سخت وارخطا کړی و، پوځي حکومت اعلان کړ او سلګونه تورپوستي فعالان یې ونیول او په زندانونو کې یې واچول خو دې څلورمیاشتني اقتصادي تحریم حکومت له اقتصادي پلوه له پښو غورځولی و، او هماغه و چې د سوداګرۍ د اتاقونو په منځګړتوب یې له مقاومت سره خبرواترو ته چمتووالی وښود.

د اپارټایډ حکومت په 1990 کال کې دې ته اړوت چې د افریقا د ملي کانګرس ګوند بېرته قانوني اعلان کړي. دا وخت نلسن منډېلا 71 کلن و او ګوند دی د خپل مشر په توګه غوره کړ.

په 1993 کال کې د اپارټاید پرضد د خلکو د سوله ییزې مبارزې د مشرۍ په خاطر ده ته د نوبل د سولې نړیواله جایزه ورکړل شوه.

په 1994 م کې د جنوبي افریقا ټولو خلکو ته له تبعیض پرته د رای ورکولو اجازه ورکړل شوه او ددې هېواد خلکو منډېلا د خپل لومړني منتخب ولسمشر په توګه غوره کړ. دا نه یوازې د جنوبي افریقا د خلکو لپاره بلکې د ټولو نړیوالو لپاره یوه تاریخي ورځ وه.

منډېلا په 1997 کال کې د افریقا د ملي کانګرس د ګوند له مشرتابه څخه په خپله خوښه استعفی ورکړه. دی اوس هم ژوندی دی اوپه نړۍ کې د یوه منلي شخصیت په توګه پېژندل کېږي.

منډېلا اوس د نړیوالو شخړو په حل کې مهمه ونډه لري. په بروندي کې د کورنۍ جګړې په ختمولو کې د ده ونډه ډېره مهمه وه او دی اوس هم د بشري حقونو او له ایډز سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالو ټولنو سره خپلو ګډو هلوځلو ته دوام ورکوي.
دنوبل د سولې د جایزې ګټونکی منډیلا


په 1993 م کال کې په داسې حال کې چې د جنوبي افریقا خلکو د خپلې مبارزې د بریالیتوب نمانځنه کوله، په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پرضد د افغانانو د جهاد نتیجه خاورې ایره شوه. ځکه هغه وسله وال ګوندونه او تنظیمونه چې لسګونه زره ځوانان غړي یې له شوروي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي وو، په خپلو کې د قدرت پرسر سره ونښتل. او په دې توګه لسګونه زره نور انسانان په داسې حال کې ووژل شول چې سره پوځونه له افغانستانه وتلي وو.

خو په جنوبي افریقا کې د سوله ییز مقاومت مشرانو به ویل چې دوی د سپین پوستکو د اقتصادي تحریم لاره ځکه غوره کړه چې یو خو دا ډېره آسانه کار و او پرځوانانو سربېره ښځو، ماشومانو اوسپین ږیرو او سپین سرو برخه پکې اخیستلای شوای او بل دا چې دا د اپارټایډ د ټولو مخالفانو د یووالي په برخه کې ډېر مهم ګام و.

نلسن منډېلا، موکوسیلي جک او په جنوبي افریقا کې د اپارټایډ ضد نهضت نورو مشرانو، د عدم تشدد له لارې په خپله مبارزه کې د زغم او ثابت دریځ په لرلو سره ثابته کړه چې انسانان په انفرادي توګه هم دا توان لري چې په نړۍ کې ستر بدلونونه راولي.

د پنځمې برخې پای
XS
SM
MD
LG