د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۹

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د ناوړه خبرونو په تمه دی


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر
دجرمني بهرنیو چاو وزیر تیره اونۍ وویل جرمني ځواکونه دافغانستان په شمال کې دلږترلږه یو ولایت امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپاري.

ګیودو ویسترویل زیاته کړه چې دهغو ۱۳۴ ولسوالیو څخه چې دافغانستان په شمال کې دجرمني ځواکونو ترکنټرول لاندې دي اته ولسوالۍ په خاص ډول خطرناکې ګڼل کیږي .

سره له دې چې په افغانستان کې د ۵،۳۵۰ جرمني سرتیرو دماموریت سیاسي ملاتړ په جرمنی کې په خپل قوت باقي دی ، وروستې نظرپوښتنې څرګندوي چې ددغه هیواد په سلو کې شپیته خلک په افغانستان کی دجرمني دپوځی ماموریت مخالف دي .

دجرمنی دخبري اژانس رپوټ زیاتوي چې په افغانستان کې جنګ جګړو زوراخیستی او سږنی کال په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو لپاره له ټولو خطرناک کال ګڼل کیږي .

دتیرو شپږو میاشتو په ترځ کې تر اوسه ۳۵۰ بهرني عسکر په افغانستان کی وژل شوي دي .

اوه جرمنی عسکر دوه میاشتې پخوا دافغانستان په شمال کې ووژل شول .

دجرمنی حکومت له مودې راهیسې داویل چې په افغانستان کې ددوی پوځي ماموریت په اول قدم کې ملکي اهداف لري خو په دې وروستیو میاشتو کې چې مخالفینو دافغانستان دشمال په هغو ولایتونو کې هم دپښو ځای پیداکړی چې یو مهال ارامه او امنیت وو ، جرمني ځواکونو د مخالفینو ضد پوځي اقداماتو ته مخه کړې ده .

دجرمني بهرنیو چارو وزیر وویل چی مونږباید له دی وروسته دانظرپریږدوچې په افغانستان کی اروپایي شرايط رامینځ ته کولی شو.

ده زیاته کړه چې په ټولنه کې دپخوانیو طالبانو دمدغم کیدو دهلو ځلو ملاتړ کوي .

ده وویل که چیری افغان دولت په دې هکله کوم ابتکار عمل ته مخه کوي نو درست او مناسب اقدام دی .
XS
SM
MD
LG