د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۹

د کابل په نړیوال کنفرانس ته د افغان حکومت وړاندیزونه

د افغانستان د مالیې وزیر عمر زاخیلوال
د افغانستان د مالیې وزیر عمر زاخیلوال

د کابل نړیوال کنفرانس راتلونکې سې شنبې د بهرنیو هیوادونو د لسګونو وزیرانو او د ملګرو ملتو د سرمنشي په ګډون پرانیستل کیږي. دې غونډې ته له امنیته رانیولې تر اقتصاده، افغان حکومت یو لړ وړاندیزونه لري. د افغانستان حکومت له بهرنیو مرستندویه هیوادو غواړي چې پر مهمو پروژو اتیا فیصده مرستې د دوی له لارې ولګول شي.

افغان چارواکي په دې نظر دي که داسې وشي چې په میلیارډونو ډالر مرستې حکومت مصرف کړي نو په افغانستان کې به د لوږې مخه ونیول شي.

راتلونکې سه شنبې په کابل کې نړیوال کنفرانس پرانیستل کیږي. اسوشیتد پریس اژانس لیکي چې افغان ولسمشر حامد کرزی به په دې غونډه کې له مرستندویه هیوادو او موسسو وغواړي چې د راتلونکو دو کلونو په مخه له هغو درویشت مهمو پروګرامونو او پروژو سره چې په دې کنفرانس کې به یادې شي اتیا فیصده مرستې له افغان حکومت سره وکړي.

د افغانستان مالې وزیر عمر زاخیلوال د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې موږ ته تر هرڅه نظم مهم دی او د کابل تر نړیوال کنفرانس وروسته به هم د نظم لپاره ټولې دولتي ادارې په پنځو برخو ویشل کیږي څو د کنفرانس د پریکړو د پلي کیدو لپاره هڅې وکړي.

د اسوشیتد پریس اژانس په وینا به د کابل په نړیوال کنفرانس کې د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون، د اروپایي ټولنې او ناټو استازي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن او د نژدې څلویښت هیوادونو استازي د نړیوالو موسسو له یو شمیر استازو سره برخه واخلي.

د افغانستان د مالې د وزارت په وینا له دوه زره لومړي میلادي کال راهیسې چې د طالبانو رژیم نسکوره شوی دی، نړیوالو له افغانستان سره نهه ویشت میلیارډه ډالره مرسته کړې ده چې دا پیسې په هغو پروژو لګیدلې دي چې افغان حکومت پکې یا لږ برخه لرلې یا یې هیڅ برخه نه ده لرلې.

د جنوري په میاشت کې د لندن په نړیوال کنفرانس کې مرستندویه هیوادونه سلا شول چې د افغانستان د حکومت له لارې په راتلونکو دو کلونو کې مرستې پنځوس فیصده ډیرې کړي. البته شرط یې دا کیښود چې د افغانستان حکومت اقتصادي سیستم پیاوړی کړي او اداري فساد لږ کړي.

د افغانستان حکومت د کابل په نړیوال کنفرانس کې د دې ترڅنګ چې له مرستندویه هیوادو او ټولنو غواړې چې د افغان حکومت له لارې دې پیسې ډیرې ولګول شي دا هم غواړي چې دا پیسې دې پر هغو پروژو مصرف شي چې د حکومت لپاره مهمې ښکارې.

د کابل د کنفرانس د مسودې یوه کاپي اسوشیتد پریس اژانس ترلاسه کړې ده په دې کې ویل شوې دي چې افغان حکومت به وړاندیز وکړي چې افغان مامورین دې وروزل شي، له اداري فساد سره دې مبارزه وشي، مهمو وزارتونو ته دې پام ډیر شي، د سواد د زده کړې پروګرامونه دې پراخ شي، نوې لارې دې جوړې شي، د اوبه خور سیستم دې سم شي، د اوبو نوي بندونه دې ودان شي، نوې مځکې دې ابادې شي او د طبیعي زیرمو د استخراج په برخه کې دې مرسته وشي.

عمر زاخیل وال وویل، نړیوالې ټولنې ته دا ډیره مهمه ده چې د خپلو خلکو د مالیاتو د پیسې اغیز په افغانستان کې عملا وویني.

یوه بله مساله چې د کابل په کنفرانس کې به یاده شي هغه د یو شمیر ولایتونو امنیتي چارې دي چې افغان حکومت ته به وسپارل شي او د متوسطې طبیقې له طالبانو سره حکومت اړیکي وینسي څو د کار په مقابل کې وسلې پرمځکه کیږدي.
XS
SM
MD
LG