د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۳۱

په بدخشان كې لاريون


د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ په سلګونه اوسيدونكو نن د ولسي جرګې په انتخاباتو كې د كانديدانو له وروستي لست څخه د پخواني ولسوال د نوم ايستلو په غبرګون لارېون وكړ.

لاريون كوونكي په فيض اباد كې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د سيمه ايز دفتر مخې ته راټول شول او د انتخاباتو په وروستي لست كې يې د ارګو د پخواني ولسوال په ګډون د څلور كسانو د نومونو د بيا ليكنې غوښتنه وكړه.

د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو د اورېدلو كميسيون وايي ۳۶ كسه هغه كانديدان چې د غيرو مسوولو وسلوالو ډلو سره يې تړاو درلود نومونه يې د كانديدانو له وروستي لست څخه توګل شوى دى.

XS
SM
MD
LG