د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

هغه الوتکه چې د لمر په انرژۍ والوته


د لمر په انرژۍ الوتونکي الوتکه د کیناستو په حال کې ده
د لمر په انرژۍ الوتونکي الوتکه د کیناستو په حال کې ده

ایا یوه الوتکه پرته له دې چې له مځکې تیل واخلي د تل لپاره په هوا کې پاتې کیدلی شي ؟ له هغې وروسته چې د لمر په انرژۍ یوه چلیدونکي الوتکه د ورځې په ټوله کړې انرژۍ ټوله شپه په بریالیتوب سره په هوا کې پاتې شوه ، اوس دا خوب په رېښتیا کېدو دی . مخکې تر دې دا ناممکنه برېښیدل چې یوه الوتکه دې د لمر په انرژۍ ۲۴ ساعته په هوا کې پاتي شي . خو په سویس کې جوړې شوې یو الوتکې دا کار ممکن کړ دا لوتکه په هماغه انرژۍ ټوله شپه په هوا کې پاتې شوه چې د ورځې یې ټوله کړې وه .

کله چې دا الوتکه نن سهار بیرن ته نېږدې په یو هوايي ډګر کې کیناسته نو دې یوې کسیزې الوتکې تر څلور ویشت ساعتونو زیات وخت په هوا کې تیر کړی و او په دې ټوله الوتنه کې یې ېوازې د لمر له انرژۍ څخه کار اخیستی و .

ددې الوتکې د جوړولو د ډلې مشر بیرت رانډ پیکارډ د پایېرن پر هوايي ډګر خبریالانو ته وویل:

"هېڅوک اوس زموږ مخه نه شي نیولې چې په هوا کې بله ورځ او او شپه هم تېره کړو او بلاخره یوې دایمي الوتنې ته ورسېږو "

د الوتکې پیلوټ اندري بورشبورګ ټوله شپه په الوتکه کې ددې لپاره ویښ و چې که که چېرې د لمر انرژي کار پریږدي نو په بېړه به الوتکه کوزه کړي .

دغه پیلوټ چې کله الوتکه مځکې ته راکوزه کړه نو خبریالانو ته یې وویل دی لا دمخه ډېر هیلمن و چې د کلونو هلې ځلې چې ددې پروژې لپاره ترسره شوي خامخا یوې نتېجې ته رسېږي .

" دا لوتکې پورته کیدل ډېر ځانګړي و ، دا داسې شېبې وې چې هر چا ورته انتظار کاوه ، ما ټول اوه کاله پرې د فکر کړی و او هره ورځ مې پرې فکر کړی . نو دا الوتنه ددې پروژې لپاره لویه بریا ده "

دې سویسي ډلې دا الوتکه د یو واړه موټر په اندازه جوړه کړې ده خو اوږدې وزرې یې ورکړي چې په کې د لمر د انرژۍ څخه چارجیدونکي ۱۲۰۰۰ بیټرۍ ځای پر ځای شوي دي .

دا چارجیدونکي پیټرۍ نه ېوازې د الوتکې د څلور ماشینونو لپاره انرژي ورکوي بلکې د شپې د الوتنې لپاره کله چې لمر نه وي اضافي انرژي زیرمه کوي .

د پنجشنبې په ورځ چې کله دا الوتکه پر مځکه کیناسته نو نه ېوازې په هوا کې د څلور ویشت ساعته پاتې کیدو لپاره یې خپل انرژي خپله تولید کړې وه بلکې لا یې هم د درې نورو ساعتونو لپاره د الوتنې انرژي لرله .

د لمر په انرژۍ الوتونکی دا الوتکه لا هم په تحقیاتي پړاو کې ده او تر اوسه د عملي الوتنې لپاره نه ده چمتو ، خو له دې سره یوه هیلمندي پیدا شوه چې د لمر انرژي کولای شي د لویو الوتکو د اوسني سون موادو ځای ونیسي ، چې ورسره به الوتکې د تیلو له سون بې غمه شي او د هوا د ککړتیا مخه به هم ونیول شي .

XS
SM
MD
LG