کله چې د ۲۰۰۳ عیسوي کال د اکتوبر په میاشت کې د ۱۹ میاشتني ماموریت لپاره د کابل په هوايي ډګر کې له سي ۱۳۰ ډوله الوتکې راښکته شوم نو د افغانستان په اړه مې فکر کاوه چې د امپراتوریو په هدیره مشهور دی . داسې خلک چې د ښکیلاګرو سره سخته دښمني کوي او اسلامي بنسټپالو ته درناوی کوي .
چمتو وم چې له دښمنیو ، شکونو او تربګنیو سره به مخ شم ، ولې ددې برخلاف یوازینې پوښتنه مې چې واوریده دا وه چې : تاسو امریکایان خو به موږ یو ځل بیا یوازې نه پرېږدۍ ؟ ایا بیا هم همداسې کوﺉ ؟
دا پوښتنه چې لا هم ورته ځواب نه دی موندل شوی د افغانستان د اوسني وضیعت پیچیلتیا څرګندوي . نهه کلونه ووتل خو نړېوال ځواکونه لا هم په دې هېواد کې له سختو سره مخ دي .
او دا دی اوس چې جنرال ډیویډ پیټریوس په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو قومندان وټاکل شو نو نوموړی به په دې هېواد کې له څلور جدي ستونزو سره مخ وي چې هوارول به یې په جګړه کې د بري معنی ولري او که حل نه شي نو په جګړې کې بریالیتوب ناممکنه ښکاري .
جنرال ډیویډبارنو دغه څلور ازمیښتونه داسې په ګوته کوي :
لومړۍ :
پیټریوس باید د طالبانو کړنلارۍ ته ماتې ورکړي ، طالبان تصور کوي چې په دې لوبه کې يې ټیم ډېر نومرې لري او که وخت ووځي په میدان کې پاتې وروستی ټیم به د دوی وي . پیټریوس باید ددې تصور د ختمولو لپاره دوستان او دښمنان په دې باوري کړي چې موږ د افغانستان څخه په وتلو کې کومه بېړه نه لرو .
ډیویډ پیټریوس په خپله لومړنۍ وینا کې په دې اړه ښه وویل :
(( موږ دلته تر بریالیتوبه پورې یوو ))
دویم :
جنرال ډیویډ بارنو د دویم ازمیښت په اړه داسې لیکي :
پیټریوس باید لومړۍ د هغو امریکایانو تر منځ چې د افغانستان له حالاتو سره تړاو لري د نظر یوالی را پیدا کړي نوموړي اوس کولای شي چې د افغانستان لپاره ملکي او پوځي هڅې سره هماهنګي او پیاوړي کړي .
دا کار باید نه وېوازې د قومندې او امرونو له لارې وکړي بلکې دا چاره باید د قناعت ورکولو او جوړجاړي له لارې ترسره کړي .
دریم :
ډیویډ بارنو دریمه سپارښتنه دا ده چې : پیټریوس باید ولسمشر حامد کرزي او افغانانو ته قناعت ورکړي چې په جګړه لوی رول پر غاړه واخلي .
د نوموړي په وینا په دې وروستیو کې د افغانستان یو بل سیاستوال عبدالله عبدالله ویلي و چې دیرش زره طالبان نه شي کولای د دیرش میلونو افغانانو پر برخلیک لوبې وکړي . نو پیټریوس باید خپله افغانان وهڅوي چې له خپلو ګټو دفاع وکړي او په دې برخه کې باید ولسمشر حامد کرزی لوی رول ولوبوي .
څلورم:
څلورمه شپارښتنه چې ډیویډ بارنو یې پیټریوس ته لري دا ده چې باید پاکستان په دې پوه کړي چې د شرطونو وخت تیر دی . په افغانستان کې د امریکا د واک په دوام ناباوري ددې سبب شوې ده چې پاکستان ( له امریکایانو وروسته افغانستان) ته پام له طالبانو سره خپلې اړیکې وساتي .
پیټریوس باید پاکستاني چارواکو ته د پانګونې او له دې هېواد سره د امریکا د اوږد مهالې تعهد مسله
بیا بیا وریاده کړي .
ډیویډ بارنو وړاندې لیکي :
افغانستان یو ټاپو نه دی ، او ورپورې اړوندې مسلې باید د یو سیمه ایز نظره وڅېړل شي . او پیټریوس باید سېمې ته زیات سفرونه وکړي .
د ښاغلي بارنو په وینا د امریکایانو د وتلو د پیل نېټه د ۲۰۱۱ کال جولای میاشت ټاکل شوې ده ، تر هغه وخته باید ډېر کارونه ترسره شي . دا نېټه باید د افغانستان څخه د بشپړې وتنې په معنی نه وي بلکې امریکایان باید هلته پاتې شي او خپلې ګټې وساتي .
جنرال ډیویډ بارنو زیاتوي :
په افغانستان کې د ماتې بیه به امریکا ، ناټو او خپله افغانانو ته ډېره درنه تمامه شي . اوس جنرال پیټریوس زموږ په وړاندې د پرتو شخړو څخه له یوې خطرناکې شخړې سره مخ دی ، دا د هغه دنده ته چې موږ د بریالیتوب پوړۍ ته ورسوي .