د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

د امریکا لوی څارنوال کابل کې دی


د امریکا لوی څارنوال ایریک هولډر
د امریکا لوی څارنوال ایریک هولډر
د امریکا د کانګرس غړي په افغانستان کي د ادارې فساد او په خاص ډول د مرستو له پیسو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې له وجې سخت په غوسه شوي او وایي، که افغان حکومت د اداري فساد په ضد د واقعی مبارزې ډاډ ورنکړې ، دوی به افغانستان ته خپلې مرستې بندې کړې.

له بلې خوا، د افغانستان لوي څارنوال وایي، په کابل کي د امریکا سفیر ورباندي فشار اچولی چي په اداري فساد کي ښکیل جګ پوړې حکومتي چارواکی دي ونیسي. د همدغو مسلو د وضاحت په مقصد، د امریکا لوي څارنوال کابل ته تللی.

د امریکا د متحده ایالاتو لوي څارنوال ایرک هولدر د چهارشنبې په ورځ کابل ته ورسید او غواړي په افغانستان کې د اداري فساد په ضد د مبارزې او د دواړو هیوادونو د اجرایوي ارګانونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په لارو چارو له افغان او امریکایي چارواکو سره خبرې وکړي.
د امریکا لوي څارنوال په یوه بیان کې ویلي، په افغانستان کې د اداري فساد په ضد مبارزه او د قانون حاکمیت د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت په لومړیتوبونوکې دي او مونږ په افغانستان کې د یوه اغیزمن جنایي عدالتي سیستم د ایجاد او ساتلو په مقصد مرستې کوو.

ایرک هولدر د امریکا د عدلیې وزارت جګ پوړی چارواکی دی چې د امریکا د استخباراتو د فدرالي اداري یا ایف بي اي او د نشه یي موادو ضد ادارود چارو مسولیت هم لري.

د امریکا د عدلیې وزارت له څه مودې راهیسي، د حقوق پوهانو او د قانون د پلي کولو د چارو د ماهرانو یوه ډله افغانستان ته استولې تر څوافغان مامورین د ادارې فساد، نشه یي موادو او تروریزم ضد چارو کي وروزي.

د امریکا لوي څارنوال کابل ته پداسي حال کي سفر کړی چي د جمهور رییس اوباما اداره په افغانستان کي د ناتو او امریکایي ځواکونو د قوماندې د بدلون په چارو بوخته ده.

فرانسپرس اژانس لیکي: د امریکا د متحده ایالاتو لوي څارنوال ایرک هولډر به په افغانستان کي د قانون د حاکمیت د چټکتیا او په هغو لارو چارو خبرې وکړې چی له مخي یي د دواړو هیوادونو د پولیسو او د قانون د اجراکوونکو ارګاونو تر منځ اړیکې غښتلي شي.
د نړیوال شفافیت موسسي د راپور په اساس، افغانستان په نړۍ کی له سومالیا وروسته ، په ادارې فساد کی د ښکیلو هیوادونو د لیست په سر کي دی.

د امریکا د کانګرس یو غړی وایي، جمهور رییس بارک اوباما د راتلونکي کال په بودجې کي افغانستان ته، د شاوخوا ۳ اعشاریه ۹ میلیاردو ډالرو مرسته بیله کړیده خو په کانګرس کي د بهرنیو مرستو د کمیټې مشره، نیتا لووې له افغانستان څخه د میلیاردونو ډالرو د وتلو د خبر په اوریدو سره سخته په غوسه شوي او د افغانستان لپاره د امریکا مرستې يې بندې کړیدي.
میرمن لوې وایي، ددوی کمیټه به د چهارشنبې په ورځ په بودجې باندی د بحث غونډه وکړې او افغانستان ته به یوازي د خلکو د ژوند د ژغورنې په مقصد له بشری مرستو پرته، نورې هر ډول مرستې رد کړي.
XS
SM
MD
LG