د ملګروملتونو د امنیت شورا ځانګړې کمیټې چې د القاعده د غړیواو طالبانوپر سفرد لګول شویو بندیزونو او دهغوی د کنګل شویوشتمنیو څارنه کوي، په تورلیست کې د ټولو ۴۸۸ کسانو د نومونو په اړه بیا څیړنه پیل کړې ده.
په دې لست کې د ۱۳۷ طالبانو نومونه شامل دي.
ټاکل شوې وه چې ملګري ملتونه پر دې لیست بیا کتنه د روانې میلادي میاشت تردیرشمې نیټې یعنې ترسبا پورې بشپړه کړي خو دغه نیټه یې یوه میاشت نوره یعنې د جولای تریودیرشمې پورې تمدید کړې ده.
د امنیت شورا دې کمیټې ویلي چې په تورلیست کې د ۱۲۶ افرادو په اړه نوروڅیړنو ته اړتیا لري.
په ملګروملتونو کې د اتریش سفیر توماس مایر هرټینګ چې پرالقاعده او طالبانو د بندیزونو د کمیټې مشري په غاړه لري وویل تراوسه پورې له تورلیست څخه د څو محدودوطالبانو د نومونود ایستلو پرته د نورو په اړه دې کمیټې کار نه دی پیل کړی ځکه موږ په دې اړه د افغان چارواکوله خوا نورو معلوماتو ته سترګې په لاریو.
تیره میاشت په کابل کې د سولې د ملي مشورتي جرګې ګډونوالو د افغانستان له حکومت او د هغه له نړیوالو شریکانو وغوښتل چې د ملګرملتونو د بندیزونو له تورلیست څخه دې د یوشمیر طالبانونومونه وباسي.
دافغانستان له حکومت سره د سولې په خبرو کې د شاملیدو لپاره د طالبانو یو مهم شرط همدا دی چې له تورلیست څخه دې د طالبانو نومونه وایستل شي.
د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې مشرښاغلی مایرهرټینګ د څلورو اصولو یادونه وکړه چی پراساس یې کمیټه پریکړه کوي چې د کومو کسانو نومونه له لیست څخه وباسي.
ایا په لېست کې شامل فرد په اګاهانه ډول له شخړو لاس اخیستی، وسله یې پرځمکه ایښې، له القاعده سره یې اړیکې په پشپړه توګه شلولي او د افغانستان اساسي قانون یې منلی دی او که نه؟
هغه وویل د اکمیټه د هریوه فرد دوسیه په جلاتوګه څېړي او د طالبانو غړي یوه کټګوری نه ګڼي.
مایر هرتینګ وویل افغانستان ته د دغې کمیټې د کارپوهان مخکې هم تللي او دا هم او تیره اونی کابل ته د د امنیت د شورا د پلاوي سره تللی و.
نوموړی زیاتوي په دې کتنو کې افغان چارواکوته دا په ډاګه شوه چې که ورته زیات معلومات ورکړي نوبه له دې لیست څخه د افرادو د نومونو په ایستلو کې ډيره مرسته وکړي.
هغه وویل چې که افغان چارواکي ورته په راتلونکو څو ورځو یاڅو کمو اونیو کې دغه معلومات وسپاري نو به دامنیت شوراد بیا څیړنې په بهیرکې چې موده یې یوه میاشت نوره هم یعنې د جولای تریودیرشمې نیټې تمدید شوې، د غورلپاره په پام کې ونیول شي.
د ملګروملتونو له تورلست څخه د افرادو ایستل د امنیت شورا د پنځلسو دایمي او موقتي غړیو منظورۍ ته هم اړتیا لري.
په ملګروملتونو داتریش سفیر او د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې مشر وویل چې ولسمشر کرزي تراوسه امنیت شورا ته په دې اړه چې کوم کسان غواړي له تورلیست څخه وایستل شي، د نومونه لېست نه دی سپارلی.
خو په ملګروملتونو د مکسیکو سفیر کلود هیلیرچې په اوس وخت کې دملګروملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري په غاړه لري وویل ولسمشر کرزي په عام محضر کې د دې موضوع یادونه کړې او ویلي یې دي چې حکومت یي غواړي په دې برخه کې د بندیزونو له کمیټې سره همکاري وکړي.
د اتریش سفیر مایر هرټینګ وویل د ده په نظر ټول په دې برخه کې هڅه کوي ځکه دوی پوهه دي چې دا د دی پروسی لپاره ډیره مهمه ده چې ځانګړی کمیټی ته نور معلومات وړاندي کړي.