د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۹

د امریکا لوی درستیز کرزي ته د پالیسۍ د نه بدلولوډاډ ورکړ

د امریکا لوی درستیز اډمیرل مایک مولن او ولسمشر حامد كرزى
د امریکا لوی درستیز اډمیرل مایک مولن او ولسمشر حامد كرزى
د امریکا لوی درستیز پرون په کابل کې له ولسمشرکرزي سره ولیدل او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو نوی عمومي قومندان جنرال ډیویډ پیترایوس به د تېر قومندان پالیسیو ته دوام ورکړي.

د امریکا د پوځ د لوی درستیزاډمیرل مایک مولن ویاند وویل چې د اوس لپاره د مک کرسټل په تګلاره کې د هیڅ راز بدلون وړاندیز نه دی شوی .

جنرال سټنلي مک کرسټل وروسته له دې د امریکا د ولسمشرله لوري له کاره ګوښه شو چې رولینګ سټون مجلې د ولسمشراوباما په شمول د ده د ادارې پرچارواکو د جنرال مک کرسټل انتقادونه خپاره کړل.

مولن، چې نیمه ورځ یې په کابل کې تېره کړه، همداراز په دې ښار کې د امریکا د سفارت له مامورینو او دیپلوماتانو سره ولیدل او د افغانستان په ولایتونو کې یې له امریکايي قومندانانو سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.


په همدې حال كې افغان ولسمشر حامد كرزي په هيواد كې د نړيوالو ځواكونو د قوماندان په توګه د جنرال دېوېد پتريوس د ټاكل كېدو هر كلى وكړ.

افغان ولسمشر او د امريكا د متحده ايالتونو لوى درستيز په ليدنه كې له تروريزم سره د مبارزې پر دوام هم ټينګار وشو.

د لوی درستیز مولن ویاند تورن جان کیبري وویل :« اډمیرل مولن ولسمشرکرزي ته اطمینان ورکړچې په افغانستان کې به د ستراتیژۍ په ارتباط زموږپه روانوهلوځلوکې هیڅ شی بدل نه شي.»

مولن وروسته ګاونډي پاکستان ته روان شواو د پاکستان ولسمشراصف علي زرداري او د پوځ لوی درستیز اشفاق کیاني ته یې ورته پیغام ورساوه .

ده د پاکستان له ولسمشر، لوی درستیزاو د هوايي ځواکونو له عمومي قومندان سره په کتنو کې له پاکستان سره د امریکا د اوږدې مودې په مشارکت ژمنه تکرار کړه او ډاډ یې ورکړ چې په افغانستان کې د نړیوالوځواکونو له عمومي قومندانۍ څخه د جنرال مک کرسټل استعفا به په افغانستان کې د امریکا پرستراتیژۍ اغېز ونه کړي.
XS
SM
MD
LG