د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۷

عمر:د یو شمیر مخالفینو نومونه له تور لیسته لرې کېږي


د افغانستان د ولسمشر وياند وحيد عمر
د افغانستان د ولسمشر وياند وحيد عمر

د ملګروملتو د سازمان د امنيت د شورا پلاوى د افغانستان د ولسمشر سره كتلي او د هېواد په امنيتي وضيعت يې ورسره تفصيلي خبرى كړي دي. د افغانستان د ولسمشر وياند د چهارشنبې په ورځ په يوې خبري غونډه كې وويل، چې د دې پلاوى په خبرو كې لويه خبره دا وه چې د ملګروملتو د سازمان له تورلست څخه، د نومونوپه ايستلوكې د افغان حكومت نظرڅرګند شي.

د ملګروملتود تورلست څخه د مخالفينو د نومونوايستل يا ځنډول هغه خبرونه دي، چې په وروستيو ورځوكې ډير ترغوږه كيږي.

د ملګرو ملتو د سازمان د امنيت د شورا يو پلاوى اوس هم په كابل كې دى او د ولسمشر كرزي سره يې په دې مفصلې خبرې كړي دي.

د ولسمشر وياند وحيد عمر د چهارشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانوته وويل، چې د ملګروملتو د سازمان له تورلست څخه د نومونو ايستل هغه مسئله ده چې د افغان حكومت نظر ته په كې درناوى په پام كې نيول شوى دى:

"په ليدنه كې مهمه موضوع د ملګرو ملتو له تورلست څخه د يو شمېر نومونو ايستل و، په دې هكله به د ملګروملتويوكميسيون د افغان حكومت په مشوره اجرا ات وكړي."

د ملګروملتود سازمان د امنيت د شورا پلاوى د روانې اونۍ په پيل كې كابل ته راغلى دى.

وحيد عمر وويل، چې پلاوى د سې شنبې په ورځ له ولسمشر ښاغلى حامد كرزي سره د هېواد پرامنيتي وضيعت اوږدې خبرې كړي دي.

ده وويل، په دغو خبرو كې دا هم شامله وه، چې د ملګروملتو د سازمان له تورلست څخه د مخالفينود نومونو په ايستلواويا نه ايستلو كې د افغان حكومت نظرخپل كړي.

وحيدعمر وويل دا هغه موضوع ده چې ملګري ملتونه به يي د افغان دولت له خوښى پرته په هكله اقدام ونه كړي.

په دې هكله افغان سياسي كارپوهان وايي، چې كه هرڅومره ژر د دې لست څخه د مخالفينو نومونه وايستل شي، د سولې بهير به ګړندى شي.

په دې هكله د سياسي چارو كارپوه مطيع اله خروټى ازادۍ راډيو ته وويل:

"ډير خلك دي چې د هېواد په جنګونو كې يي سرغړونه كړې ده، خو اوس داسې وخت راغلى چې ټولو سره خبرې وشي اود سولې روانې هڅې له خنډ څخه وساتي، د تور لست نه د يو شمېر نومونو ايستل د افغانستان په ګټه دي."

د ملګروملتود سازمان له تورلست څخه د مخالفينود نومونو د ايستلوموضوع تېره مياشت په كابل كې د سولې په مشورتي جرګه كې طرحه اوتاييد شوې وه.

افغان چارواكي وايي، چې د ملګروملتو سازمان به په يوځل نه بلكې د وخت په تېرېدو سره د افغان حكومت په مشوره په تدريجي توګه د موضوع په هكله اجرا ات وكړي.

ځينې افغانان وايي، هرهغه څوك چې د هېواد په ورانولو اود خلكوپه وژلو كې لاس لري بايد ونه بخښل شي، خو افغان دولت وايي د دې لپاره چې د سولې روانې هڅې ټكنى نه شي، بايد په ځينو مواردو كې، له نرمښت څخه كار واخيستل شي.
XS
SM
MD
LG