د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

افغانستان او اوبه


کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼې په افغانستان کې د اوبو د سرچینو په اړه یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، د افغانستان د اوبو د خواشینوونکي حالت ګټه یوازې ګاونډيو هېوادونو ته رسېږي.

ورځپاڼه له ګاونډیو هېوادو سره د افغانستان د اوبو احتمالي لانجو ته اشاره کوي او د کارپوهانو په حواله لیکي، که افغانستان له مخکیني توافق پرته د اوبو د کنټرول پروژې جوړې کړي نو ښايي له خپلو ګاونډيو سره په جګړه کې ښکېل شي.

د ورځپاڼې مطلب د هرات ولایت د یوه کروندګر په کیسه پیلېږي چې په خپله د اوبو یو پخوانی انجنیر دی.


دا دریم پرله پسې پسرلی دی چې انجنیر زبیراحرار په خپله سیمه کې د سېلابونو شاهد دی او ویني چې نژدې یونیم زر مترمربع ځمکه یې اوبه لاندې کوي.

احرار چې په خپله د بندونو د جوړولو پخوانی انجنیر دی اټکل کوي چې په سیمه کې د اوبو د یوه بند د جوړولو لپاره شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا ده څو سېلابونه د ده او نورو کلیوالو ځمکې لاندې نکړي.
احرار له دولتي ادارو څخه مرسته غواړي خومسوول چارواکي وايي چې د بند د جوړولو لپاره مالي وجه نلري او دوی دې خپله ستونزه په خپله حل کړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان اکثریت وګړي په کرنه بوخت دي، دریو لسیزو جګړو د دې هېواد د اوبولګونې سیستم بشپړ وران کړی او انجنیر زبیر او نور کروندګر اوس د دې جګړې اثرات احساسوي.
افغانستان د کرنې د پرمختګ لپاره د اوبولګونې د سیستم بیارغونې ته اړتیا لري خو که دا کار وکړي نو ښايي له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره چې اوس د افغانستان د اوبو پر سرچینو متکي شوي، په لانجه واوړي.

د آسیا پرمختیايي بانک د افغانستان د اوبولګونې د تاسیساتو د رغولو لپاره د ۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼې په دې اړه د آسیا د پرمختیايي بانک د افغانستان د څانګې د مرستیال مشر الن کیلي وینا رااخیستې ده چې وايي، کرنه د افغانستان د اقتصاد د ملاتير دی او د دې لپاره د اوبو لګونې د سیستم بیارغونې ته سخته اړتیا لیدل کېږي، او که داسې ونه شي نو په افغانستان کې به بېوزلي زیاته او د اوبو سرچینې به نورې هم وچې شي.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې اوبه کمې نه دي، خو دا هېواد نشي کولای خپلې د اوبو سرچینې راټینګې کړي او په هغه ځای کې یې ولګوي چې په کار دي. ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان د اوبو له دریو دوه برخې ایران، پاکستان، ترکمنستان او نور ګاونډیان خوري ځکه دا هېواد نشي کولای خپل سیندونه اداره کړي. د افغانستان د حکومت د اټکل له مخې د هېواد د اوبولګونې د سیستم بیارغونې ته څه باندې دوه میلیارده ډالره په کار دي.

د هرات د کرنې د ریاست د اوبولګونې د څانګې مشر خلیل انتظاري وايي، افغان کروندګر بېوزلي دي او د کانالونو د کېندلو پیسې نشي برابرولای. دی وايي که حکومت مرسته ونکړي نو ښايي دا ستونزه نوره هم پراخه شي، او کروندګر د خپلو ځمکو له کرلو لاس واخلي.
د اوبولګولو د یوه لوی بند د جوړولو پروژه له ایران سره د سرحد په اوږدو کې، په هرات کې تر کار لاندې ده چې ۱۸۰ میلیونه ډالره لګښت یې هند ورکوي. د سلما د بند پروژه چې د هري رود پر سیند جوړېږي ایران او ترکمنستان ته په کال کې د روانو ۳۰۰ میلیونه مترمکعب اوبو جریان ۸۰ میلیونه مترمکعب ته راکموي.

افغان چارواکي هیله من دي چې د راتلونکي کال د وږي یا سنبلې په میاشت کې د سلما د بند او له دې سره جوخت د اوبو د یوه کانال له بشپړېدو سره به د هغو ځمکو اندازه چې کروندګر یې د کرنې توان لري دوه چنده یعنې ۸۰ زره هکتارو یا څلورلکه جریبه ته لوړه شي.
د هرات د برېښنا او اوبو د انرژۍ د ریاست د اوبو د ادارې مشر، فیصل احمدذاکري د دې خبرې ترڅنګ همداراز اټکل کوي چې له دې سره به په کاري فرصتونو کې په سلو کې شل زیاتوالی راشي او د کروندګرو عواید به په ورځ کې له دریو اوو ډالرو ته لوړ شي.
خو افغانستان، په داسې حال کې چې د اوبو د سرچینو د کابو کولو، هڅې کوي، دې ته هم اړ دی چې له خپلو ګاونډیانو سره چې اوس د افغانستان د اوبو په سرچینو متکي شوي دي، د ډيپلوماتیکو لانجو په برخه کې اقدامات وکړي، ځکه په تېرو څه باندې دېرشو کلونو کې په افغانستان کې د اوبو پر سرچینو هېڅ کار نه دی شوی خو ګاونډیو یې له افغانستانه پر بهېدونکو اوبو د پام وړ بندونه او نور تاسیسات جوړ کړي دي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا د انرژۍ وزارت د اوبو معین او د اوبو د تنظیم د عالي شورا تخنیکي سکرتر انجنیرشجاع الدین ضیايي له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل افغانستان نه د چا د اوبو پر برخه تېری کوي او نه بل چا ته خپل حق ورپرېږدي:

((د ګاونډيو هېوادو ترمینځ د اوبو د اړوند مسایلو په اړه قوانین شته. موږ پر قوانینو ښه پوهېږو، خپل حق هم پېژنو او د خپلو ګاونډیانو حق هم. افغانستان هېڅکله متجاوز نه و، د چا حق یې نه دی خوړلی، خو دا مو هم نه خوښېږي چې ګاونډیان پر موږ تېری وکړي او حق مو وخوري. دا زموږ پالیسي او ستراتیژي ده.))

خو په بروکسل کې د ایسټ ویسټ د تحقیقاتي انستیتیوت څېړونکی ماتیوکېنګ کریسچن ساینس مانيټر ته ویلي چې په افغانستان کې د اوبو لګونې د هرراز پروژې جوړول به پر کوزو پرتو هېوادونو جدي اغېز وکړي. دی وايي، که افغانستان له مخکیني توافق پرته بندونه او د اوبو نورې پروژې چې د اوبو په جریان کې کموالی راولي جوړ کړي نو په ډېرو سختو حالاتو کې ښايي له ګاونډيو سره په جګړه کې هم ښکېل شي.
کېنګ وايي، افغانستان ته په داسې حال کې چې له بې امنۍ سره لاس ګرېوان دی، له ګاونډیو سره په دې برخه کې د تړونونو لاسلیکول ښايي ګران وي، ځکه دا نه ده معلومه چې دا هېواد څومره اوبه لري او څومره ته اړتیا لري.

خو د هرات د متخصصو انجنیرانو د شورا مشر عبدالرحمن په دې نظر دی چې له ګاونډیو سره د اوبو لانجه حتی که ستونزمن کار هم وي، باید همدا اوس حل شي. عبدالرحمن وايي، جګړه به تل نه وي او یوه ورځ نه یوه ورځ به پای ته ورسېږي، خو که افغانستان د خپلو اوبو د سیستم غم ونه خوري، نو دا به پر دې سیمه د راتلونکو اوږدو کلونو لپاره ناوړه اغېز وکړي.
XS
SM
MD
LG