د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

د سولې په ملي مشورتي جرګه باندې بريدونه او د خلكو عکس العمل


د سولې د ملي مشورتي جرګې کېږدۍ ته څېرمه سېمه د یو لړ بریدونو شاهده وه.
د سولې د ملي مشورتي جرګې کېږدۍ ته څېرمه سېمه د یو لړ بریدونو شاهده وه.

د سولې په ملي مشورتې جرګه باندې د وسله والو مخالفينو بريدونه د عامو خلكو له تند غبرګون سره مخ شول. يو شمېرعام وګړي له وسله والو مخالفينوغواړي، چې دوي د سولې ملي مشورتې جرګه نه ګډوډوي ځكه چې په افغانستان كې ټولې مهمې فيصلې د جرګو له لارې شوي دي.

كه څه هم د افغان دولت وسلوالو مخالفينو د سولې د ملي مشورتي جرګې په وړاندې د وسلوالو بریدونو په ترسره کولو خپل عکساالعمل وښود . خو عام وګړي لا هم د دې جرګې پريكړو ته هيله مند دي.

د سولې دا ملي مشورتي جرګه د چهارشنبې په ورځ په كابل كې پرانيستل شوه، چې په خپلو لومړېو شېبو كې د وسلوالو مخالفينو له غبرګون سره مخ شوه.

خو عامو افغانانو بيا په جرګې باندې د وسلوالو مخالفينو له خوا شوې بريدونه وغندل او له هغوي يي وغوښتل، چې د دې جرګې چارې ګډوډې نه كړي.

د كابل ښار يو شمېراوسيدونكو له ازادۍ راډيو سره په خپلو خبرو كې وويل، چې افغانان نور له جګړې ستړي دي او په هېواد كې د سولې د
د لويي جرګې د خیمې څېرمه سېمه چې د یو برید شاهده وه
ټينګښت په هيله دي.

دې خلكو دا هم وويل، كه چېرې وسلوال مخالفين د دې جرګې پريكړې چې د هېواد ملې ګټې په كې خوندي كيږي ونه مني نو د خلكو ترمنځ به خپل موجود ملاتړ هم له لاسه وركړي.

له بل لوري افغان ولسمشر او د جرګې مشرانو هيله څرګنده كړې، چې په راتلونكو درېو ورځو كې به د خلكو استازي په هېواد كې د سولې د راوستلو او له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو لپاره يوه غوره لار ولټوي.

په دې جرګه كې له ټول هېواد څخه د خلكو شپارلس سووه استازي برخه لري، چې د روان بحران د حل لپاره به خپلې طرحې او وړاندېزونه د جرګې له نورو ګډونوالو سره شريكې كړي.

په همدې حال كې ملګرو ملتونو، د امريكا متحده ايالاتو او بريتانيا هم له دې جرګې خپل ملاتړ څرګند كړې او ويلي، چې په افغانستان كې د روغې جوړې لپاره هر ډول همكارېو ته چمتو دي.

له بل لوري خلك دا هم غواړي، چې افغان دولت او وسلوال مخالفين د دې جرګې پريكړو ته غاړه كيږدي، څو د سولې د راوستلو لپاره عملي ګامونه پورته كړاى شي.

دا چې د سولې ملي مشورتي جرګه، د وسلوالو مخالفينو له تند غبرګون سره سره به په هېواد كې د سولې او ثبات لپاره عملي لارې بيا موندلاى شي او كه نه دا به د جرګې په پاى كې روښانه شي.

رپوټ: ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG