د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

د افغانستان د سولې ملي مشورتي جرګې نن په كابل كې خپل كار پيل كړ


د سولې ملي مشورتي جرګه نن په کابل کې پیل شوه .
د سولې ملي مشورتي جرګه نن په کابل کې پیل شوه .

په دغه جرګه كې د افغان دولت د چارواكو او د ملي شورا د دواړو مجلسونو د غړو په ګډون د مركز از ولايتونو څخه د خلكو په سلګونو استازوهم ګډون كړى دى. ولسمشر حامد كرزي د سولې ملي مشورتي جرګې ته په خپلې وينا كې د افغان دولت پر مخالفينو يو ځل بيا غږ وكړ، چې د سولې او پخلاينې له بهير سره يو ځاى شي.

د افغانستان د سولې ملي مشورتي جرګه د افغان ملت سره په دغه هېواد كې د سرتاسري سولې د ټينګښت د لارو چارو د خبرو كولو او د دوي د نظر او موقف د توحيد، د مخالفينو سره د خبرو د چوكاټ په جوړولو او د دغه چوكاټ لپاره د ميكانيزم د جوړولو په هدف جوړه شوې ده.

جرګې د چهارشنبې په ورځ په كابل كې خپل كارپيل كړ، چې د افغان دولت د چارواكو او د ملي شورا د دواړو مجلسونو د غړو په ګډون د مركز او ولايتونو څخه په سلګونو خلكو او استازو په كې ګډون درلود.
كرزي په مخالفينو غږ وكړ،چې د سولې له بهير سره ځانونه يو ځاى كړي


افغان ولسمشر حامد كرزي د جرګې ګډونوالو ته په خپله وينا كې وويل، چې په افغانستان كې د سرتاسري سولې ټينګښت د هر افغان هيله ده ، خو د ښاغلي كرزي په وينا په دغه هېواد كې د ګڼو پرمختګونو سره سره لا هم دوامداره سوله نه ده ټينګه شوې.

ولسمشر كرزي د افغان دولت پر مخالفانو يو ځل بيا غږ وكړ، چې د سولې او پخلاينې له بهيرسره يو ځاى شي:

"نن يو ځل بيا غږ كووم، په خپلو طالبانو ورونو باندې، چې راشئ خپل وطن بيا ورغوې كه ته وژل كيږې ته هم ددې خاورې يي او كه زه وژل كيږم زه هم ددې خاورې يم.

راځې دواړه ددې قومي سپين ږيرو او مولوي صاحبانو په مشوره دا وطن اباد كړو څه پريكړه مو چې وكړه هغه ته موږ لاس په نامه ولاړ يو"

خو ښاغلي كرزي وويل، چې له هغو وسلوالو مخالفينو سره به د سولې په ټغركښينني چې د اسلاميت او انسانيت خلاف اعمال تر سره كوي او بې ګناه افغانان وژني.

د افغانستان د سولې د ملي مشورتي جرګې رياست جهادي مشر او د افغانستان په ملي شورا كې د بدخشان ولايت د خلكو استازي استاد برهان الدين رباني ته سپارل شوى دى.

ښاغلي رباني په خپله وينا كې په افغانستان كې د جوړو شوېو جرګو په اهميت رڼا واچوله ويې ويل، چې افغانانو د تاريخ په اوږدو كې خپلې لويې او وړې ستونزې د جرګو له لارې هوارې كړي دي:

"جرګه د افغانستان د تاریخ په اوږدو ځانګړې اهميت لري او لمړنې جرګه په باميانو كې جوړه شوې وه او همدارنګه زموږ تاريخ د دې ګواه دى چې د افغانستان ټول ولسمشران ددې جرګو په واسطه ټاكل شوي."

په داسې حال كې چې د افغان دولت چارواكي وايي، د سولې ملي مشورتي جرګه كې د خلكو له استاذو څخه جوړه ده، خو يو شمېركارپوهان بيا وايي، چې د سولې د ملي مشورتي جرګې ګډونوال ډيرۍ هغه كسان دي چې د دولت وسلوال مخالفين ورسره ستونزه لري.

د سياسي چارو كارپوه محمد اسحق اتمر وايي:
په جرګه کې ښځینه استازې هم برخه لري


"په دې جرګه كې هغه ۸۰ فيصده هغه كسان دي، چې د دولت په چوكاټ كې موجود دي او د مخالفينو ستونزه هم د دوي سره ده.

د بلې خوا كه دوې كومې پريكړې ته هم ورسيږي دغه پريكړې به څوك عملي كوي او دا هغه كسان دي چې دوي په خپله پخوا هم پريكړې كړې وې ، خو عملي كړې يي نه دي."

ټاكل شوې، چې د سولې ملي مشورتي جرګه درې ورځې دوام وكړي.

په كابل كې د سولې د ملي مشورتي جرګې لپاره د سختو امنيتي تدابيرو سره سره وسلوالو مخالفينو د جرګې د كار د ګډوډولو هڅه وكړه، خو د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د وسلوالو مخالفينو بريدونه يې شنډ كړي دي.
XS
SM
MD
LG