د جنوبي کوریا د یوالي د وزارت ویاند چون هې سونګ په سیول کې یوې خبرې غونډې ته وویل، شمالي کوریا موږ ته یو یاداشت سپارلی دی او پکې لیکلي یې دي چې لاره به وتړي. خو موږ دا ګواښونه نه شو زغملای:
(( زه غواړم چې بیا هم دا ووایم چې په دغو شرایطو کې زموږ حکومت نور زغم نه شي کولای، که چیرته شمالي کوریا زموږ د خلکو امنیت تهدید کړ او د دواړو کوریاو ترمنځ د کیسانګ په صنعتي ښارګوټې کې زموږ د منافعو پرضد منځ لاس په کار شو نو سخت ځواب به ورکړو))
د دغو دو کوریاوو تر منځ وروسته تر دې اړیکي ډیر خړپړ شول چې جنوبي کوریا پر شمالي یوې تور پورې کړ چې د مارچ په میاشت کې چې د دغه هیواد یوه بیړۍ ډوبه شوه او پکې د دوی شپږ څلویښت کب نیونکي وژل شوې وو، دا د شمالي کوریا کار و.
د جنوبي کوریا له لورې د دې خبر په اعلان پسې شمالي کوریا وویل، د جنوبي کوریا جنګي کشتۍ به وولي.
د شمالي کوریا د چهارشنبې د روځې په خبرداري پسې واشنګتن له چینه وغوښتل چې د دواړو کوریاو تر منځ د راپیدا شوې بحران په مخنوي کې مرسته وکړي.
د امریکا د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر یو میونګ هوان سره په ګډې خبرې غونډې کې په سیول کې وویل:
(( زه په دې باور یم چې چین د دې موضوع پر جدیت پوهیږي او دې ته لیواله دی چې د جنوبي کوریا او متحد ایالاتو اندیښنو ته دقت وکړي. موږ هیله لرو چې له چین سره کار وکړو او د شمالي کوریا له تحریکه ډکو هڅو ته ځواب ووایو))
د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ژینګ ژیجون وویل، پیکنګ لاهم د جنوبي کوریا د غرقې شوې بیړۍ په اړه اطلاعات راغونډوي خو ژیجون زیاته کړه چې خبرې اترې تر مخالفت غوره وي.
شمالي کوریا دا تور رد کړی دی چې د جنوبي کوریا شپږ څلویښت کب نیونکي یې ډب وکړې دي او خبرداری یې ورکړی دی چې د جنوبي کوریا له لورې هر مخالفت حرکت ته به ځواب ووایي او د جنوبي کوریا کشتۍ او الوتکې یې بندې کړې دي چې د دوی پرخاوره تیرې شي.