د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

ولسي جرګې ته ځینو کاندیدانو د ټاکنو کمیسیون د پرېکړې په ضدغونډه وکړه


ښاغلي ثابت د كانديدانو له لومړي ليست څخه د دوی د نمونو ايستل غيرقانوني كار وباله.
ښاغلي ثابت د كانديدانو له لومړي ليست څخه د دوی د نمونو ايستل غيرقانوني كار وباله.

يو شمېر هغو كسانو چې وايي د انتخاباتو خپلواك كميسيون يې نومونه د ولسي جرګې د انتخاباتو له لومړني ليست نه باسلي دي، په كابل كې غونډه وكړه. دوى چې شمير يې له شلو څخه زيات دي، ويلي، د ولسي جرګي د كانديدانو له لومړي ليست څخه يې د نمونو ايستل د انتخاباتو د خپلواك كميسيون صلاحيت نه دى او دا كار په غير قانوني توګه شوى.

د ولسي جرګي د انتخاباتو په لومړي ليست كې، چې د دوه سوه شپږ ويشت كسانو نمونه نه دي شامل شوي، له دې ډلې نږدې شل تنو يې د دوشنبې په ورځ په كابل كې د يوې غونډې پرمهال د انتخاباتو خپلواك كميسيون ته د يوې ورځې لپاره وخت وركړ، چې په خپله پرېكړه له سره كتنه وكړي.

د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رد شويو كانديدانو په ډله كې پخوانۍ لوي څارنوال عبدالجبار ثابت هم شامل و.

ښاغلي ثابت چې د دې شل كسيزه رد شويو كانديدانو په استازيتوب يې غونډې ته وينا كوله د ولسي جرګې انتخاباتو ته د كانديدانو له لومړي ليست څخه د دوی د نمونو ايستل يو غيرقانوني كار وباله.

"د انتخاباتو قانون د انتخاباتو کمیسیون ته دا اجازه نه ورکوي، چې د چا نومن حذف کړي، دا صلاحیت یواې د انتخاباتو د شکایتونو له کمیسیون سره دی، خو دا کار په ناقانونه توګه کړی.

له بلې خوا دوی یو بل کا دا کړی، چې د ځینو کاندیدانو ۲۰ فیصده، ۳۰ فیصده او ۴۰ فیصده درغلۍ یې بخښلي دي، د هغو کسانو نومونه پېژنو او موږ یې رانیولي يو. زموږ نومونه او حیثیت دې اعاده کړي او بېرته دې په لیست کې زموږ نومونه داخل کړي."

ښاغلي ثابت همدا راز د انتخاباتو په خپلواك كميسيون تور ولګاوه، چې د دوی نمونه يې د كوم موجه دليل پرته ليرې كړي دي.

نوموړي وويل، كه چيرې د دوی د نمونو د ايستلو علت د انتخاباتو كميسيون د سې شنبي ورځې تر پنځو بجو پورې روښانه نه كړي نو په دې اړه به دوی وروسته خپله پرېكړه وكړي.

د ولسي جرګي انتخابات ته چې د وږي مياشتي په اوه ويشتمه نيټه ترسره كيږي شا وخوا دوه زره شپږ سوه كسانو ځانونه كانديد كړي وو.

خو د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې د دوه سوه شپږ ويشت كانديدانو نمونه يې له دې كبله د ولسي جرګي د كانديدانو په لومړي ليست كې نه دي شامل كړي، چې د دوی د ملاتړو په كارتونو كې ستونزې موجودې وې.

په داسې حال كې چې يو شمير رد شوي كانديدان د دوی د نمونو ايستل د انتخاباتو د خپلواك كميسيون كار نه بلكې د انتخاباتو د شكايتونو د اوريدو د كميسيون كار بولي.

خو د انتخاباتو كميسيون د دارلانشا مرستيال د دوی دا خبري ردوي او وايي:

"دا بلکل قانوني دی، موږ دا صلاحیت لرو، د انتخاباتو د قانون له احکامو سره سم مو دا لیستونه راوغوښتل، ځکه چې هغه تدابیر چې موږ یې لرو د شکایتونو کمیسیون یې نه لري او که چېرې موږ هغوی ته راجع کړی وای، دوی دا امکانات نه لري، ځکه د انتخاباتو د نوم لیکنې کارتونه یواځې موږ سره دي نه هغوی سره.

په معیارونو سره مو تصمیم نیولی دی، له تحمل څخه مو کار اخیستی او بلاخره مو دا تصمیم نیولی، چې دغو ۲۲۶ کاندیدانو هغه معیارونه، چې د نو لیکنې ۱۰۰۰ کارټونه دي نه دي پوره کړي، نو ځکه هغوی مو له لیسټ څخه لیري کړل."

د ولسي جرګې د كانديدانو وروستۍ ليست به له يو لړ څيړنو وروسته اعلان شي.

د ولسي جرګي انتخاباتو ته د څه باندې دوه زره كانديدانو له ډلې چې په لومړي ليست كې يې نمونه خپاره شوي دي، يواځې دوه سوه نهه څلوېښت تنه به يې ولسي جرګې ته لار پيدا كړي شي.


راپور : ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG