د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

واشنګټن پوسټ: د اوباما نوې ستراتيژي به افغانستان ته موثره وي؟


د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما

په افغانستان کې به د اوباما نوې پوځي ستراتيژي موثره وي که نه؟ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دا پوښتنه په داسې حال کې مطرح کړې، چې ټاکل شوې افغان ولسمشر حامد کرزى راروانه اوونۍ امريکا ته لاړ شي.

لومړى: د تاوتريخوالي ضد فعاليتونه د رهبرۍ يا د رقابتونو په څارنه کې يو ډول تمرين دى. په دې معنى چې په افغانستان کې د عسکرو زياتول په حقيقت کې د يوې پېچلې معادلې يوه برخه ده.

دويمه دا چې په تېر ډسمبر کې چې د اوباما له خوا افغانستان ته د اضافي پوځيانو د لېږلو ژمنه وشوه، تر اوسه د دغو ځواکونو نيمايي برخه افغانستان ته رسېدلې، دا ويل اوس هم مشکله ده چې ايا دغه سټراتيژي به افغانستان ته موثره وي که نه؟

ځينې عسکر چې افغانستان ته رسېدلي، هلمند ته روان دي او د مارجې په پوځي عملياتو کې به برخه اخلي. په دې ځاى کې تر سختو جګړو وروسته، د څه ناڅه پرمختګ نښې ليدل کېږي.

نوموړى وايي، مارجې چې يو وخت سل په سلو کې د طالبانو په ولکه کې وه، اوس د دولت کمرنګه حضور په کې ښکاري. په دې معنى چې يوازې شلو دولتي کارکوونکو په کې د سيمې هېرو شويو خلکو ته اساسي خدمات پيل کړي.

ايرن وايي، د دې لپاره چې د ځواکونو د زياتولو ستراتيژي بريالۍ وي، نو اړتيا ده چې افغان او ائتلافي چارواکي بزګرو ته وړ مرستې ورکړي او د پانګونې زمينه ورته برابره کړي.
ټامس چانسن وايي، چې د عسکرو د شمېر زياتول افغانستان- ارام، باثبات او خوندي کولاى نه شي.

خو په کارنيګي تحقيقاتي موسسه کې يو تحليلوونکى ګيليس دورون سورو بيا وايي، چې په افغانستان کې د ځواکونو د زياتولو سټراتيژي کار نه ورکوي.

يوازېنۍ سيمه چې د تاوتريخوالي ضد سټراتيژي په کې عملي شوې، مارجه ولسوالي ده، چې نتيجې يې ناوړه وې. طالبان اوس هم په مارجې کې شته او خلک نه د سيمه ييز حکومت ملاتړ کوي، نه د امريکايي ځواکونو.

د نيو امريکن سکيورټي د مرکز مشر جان ناګل وايي، د تاوتريخوالي ضد مبارزه يوازې د سخت دريځو په نيولو او يا وژلو سره نه بريالۍ کېږي.

هغوى چې د ايډيالوژۍ له مخې جګړې ته متعهد دي، بايد مړه يا ونيول شي، خو د ټيټې سطحې زيات طالبان او د هغوى متوسط مشران فکر کوي، ښه چانس ورته دا دى، چې تاوتريخوالي شا وګرځوي او له جګړې لاس واخلي.

د جان ناګل په وينا، د افغانستان په جنوب او ختيځ کې بهرني ځواکونه په داسې حال کې زياتېږي، چې د بې پېلوټه الوتکو حملې او د طالبانو په وړاندې په مبارزه کې پر پاکستان زيات فشار اغېزناک تمامېږي.

ناګل وايي، حامد کرزى واشنګټن ته د خپل سفر پر مهال، له ښاغلي اوباما سره په کتنه کې پر دې خبرې کوي، چې سياسي هڅې څومره هېرې شوي او امريکا به د هغو طالبانو کوم شرايط ومني- چې د خبرو اترو لېواله دي، خو دا چې کرزى به يوه مناسبه سياسي حل لار پيدا کړي که نه؟ دا به د بارک اوباما د تاوتريخوالي ضد ستراتيژۍ لومړنۍ ازموينه وي.

د امريکا په سمندري پوهنتون کې د کلتور او کشمکش پروګرام ریيس ټامس چانسن بيا په دې باور دى چې د عسکرو د شمېر زياتول افغانستان- ارام، باثبات او خوندي کولاى نه شي. نوموړى وايي، په تېر وخت کې هم د ځواکونو زياتولو- ځينې سياسي او پوځي ناکامۍ درلودې.

جانسن وايي، په ويټنام کې زموږ تجربه دا راوښوده. واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د دې مقالې په پاى کې ليکي، ايا په افغانستان کې به د اوباما ستراتيژي موثره وي؟ شايد هو، خو زموږ لپاره نه.
XS
SM
MD
LG