د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

د غیر اخلاقي انټرنېټ پاڼو بندولو کار پیل شوی


په افغانستان كې به په نږدې راتلونكې كې غيراخلاقي انټرنېټ پاڼې د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژى وزارت له خوا بندې شي. د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزارت وايي، چې دوى په افغانستان كې انترنټي كمپينو ته ۲ مياشتې وخت وركړى، چې غير اخلاقي ويبپاڼې بندې كړي، چې هغوى هم ورسره منلې او په نېږې راتلونكي كې به دغه سايټونه د تفاهم ليك له مخې بند شي.

د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزارت وايي، چې تر راتلونكو څو ورځو به هغه انټرنېټ پاڼې بندې شي چې غيراخلاقي اړخونه لري.

دغه وزارت او د اطلاعاتو او كلتور وزارت دوې مياشتې مخكې په افغانستان كې ټولو انټرنېټي كمپينو ته د غيراخلاقي وېبپاڼو د بندولو غوښتنه كړې وه.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزارت تخنيكي مرستيال انجنير بريالى حسام ازادي راډيو ته د پنجشنبې په ورځ وويل، چې د هغو انټرنېټ پاڼو بندول، چې غير اخلاقي اړخونه لري، په ټولنه كې د تاوتريخوالي او اخلاقي فساد په مخنيوي كې مرسته كولاى شي.

ښاغلي حسام زياته كړه، په كابل كې د انټرنيټي اسانتاوو د برابرولو شاوخوا ۲۹ كمپنيانو چې په افغانستان كې فعاليت لري، د تفاهم له مخې دغه اقدارم ته هر كلى ويلى دى او عملاً يې كار ورباندې پيل كړى دى.

تر دې مخكې هم څو ځلې د خلكو له خوا د داسې وېبپاڼو او د مبتذلو فلمونو د خپرولو په اړه شكايتونه شوي وو، خو د بندلو په اړه يي كوم اقدام نه و شوى.

په همدې حال كې يو شمېر ځوانانو هم د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژى د وزارت دغه اقدام ستايي او وايي، چې كه په دغې پرېكړې عملاً كار پيل شي، نو په ټولنه كې به د اخلاقي فساد د مخنيوي لپاره يو ښه ګام وي.

كه څه هم په افغانستان كې انټرنېټ ته لاسرسى ډېر محدود دى، خو په همدې كمو امكاناتو سره سره ناوړه ګټه ورڅخه اخيستل كيږي، چې اخلاقي فساد، تاوتريخوالي او قمار وهلو ته يې لاره پرانيستې ده.
XS
SM
MD
LG