د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۵۲

سې شنبه د اپرېل 20 مه


لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې او فارن پالیسي خپرونې په مارجه کې د حکومت دارۍ په اړه او افغانستان کې د ماشومانو د مړینې په مطالب خپاره کړي دي. فارن پالیسي وايي، چې په افغانستان هر ساعت شاوخو ۱۰ ماشومان د جګړو او نارغیو له امله مري، کله چې کوچنیان مري، تفریحي پارک ته څه اړتیا ده؟


لاس انجلس ټایمز:
لاس انجلس ټایمز د افغانستان په ارتباط په مقاله کې لیکي، چې مارجې ته د امریکايي پياده ځواکونو له رسېدو سره اعلان وشو چې حکومت یې په یوه صندوق کې له ځان سره راوړی. په سیمه کې به مرکزي حکومت خپله د کنټرول ساحه پراخه کړي او په سیمه کې به له خلکو سره د زراعت په برخه کې د کابل او واشنګټن مرستې زیاتې شي.

خو ورځپاڼه لیکي، کله چې صندوق خلاص شو، ډير څه نه وو پکښې ځای شوي.

یوه امریکايي مقام لاس انجلس ټایمز ته ویلي، چې د دولتي مامورینو استخدام او مارجې ته د هغوی لیږل ډير ګران کار دی. دې امریکايي مقام زیاته کړې، په صندوق کې مارجې ته د حکومت د وړلو اصطلاح په ځای نه وه کارول شوی.

لاس انجلس ټایمز، د افغانستان په ارتباط په دې مقاله کې لیکي چې د کابل په حکومت کې تر ډیرو نورو د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر زړه ور وو او مارجې ته د تګ لپاره یې زړه ښه کړ. نور چارواکي تر لشکرګاه د خپلو خپلوانو تر کورونو ولاړل.

خو هغه افغانان چې د دریاب غاړو ته په غرونیو کلیوالي سیمو کې اوسي له خپلو سیاستمدارانو او امریکايي مقاماتو د خپلو غوښتنو د ترسره کیدو توقع لري. د دوی زیات شکایت د ملکي تلفاتو او د اداري فساد له موجودیت څخه دي.

لاس انجلس ټایمز زیاتوي، چې د حکومت بې کفایتي او اداري فساد له افغانستان سره د شویو مرستو په ارتباط هم زیات انتقادونه پورته کړي دي.

د یوې غیر دولتي امریکايي موسسې یوه مسول مقام چې د جګړې قربانیانو ته مرستې کوي ورځپاڼې ته ویلي، چې جګړې دې هیواد ته زیاتې پيسې راوړې دي.

دې مقام ویلي، دې پيسو زیاتوافغانانو ته د سرمایه دارۍ لارې جوړې کړي خو ایا دا خلک د جګړې پای ته رسیدل غواړي او که نه؟

فارن پالیسي:

د فارن پالیسي خپرونې په افغانستان کې د بې ځایه شویو او ګډوالو د ستونزو په ارتباط یوه مقاله خپره چې په یوه برخه کې یې وایو: کله چې کوچنیان مري، تفریحي پارک ته څه اړتیا ده؟

د افغانستان د شمال یوه اوسیدونکي دې خپرونې ته ویلي چې کورونه ویجاړیږي او لوږه خوره ده نو تفریحي پارک ته څه اړتیا ده؟

فارن پالیسي خپرونه لیکي، چې په افغانستان کې د امریکا له اته کاله پوځی حضور سره هم په دې هیواد کې د نړۍ تر بل هرځاي د کوچنیانو د مړیني رقم لوړ دی.

دلته په تقریبا یو نیم ساعت کې لږترلږه څوارلس کوچنیان له هغو ناروغیو چې د علاج وړ دي مري. د افغانستان د بیارغونې لپاره شوې مرستې په ډیر مایوسونکي ډول حیف شوې دی.

دوه په درې کې افغانان د چښاک پاکې اوبه نه لري او له څلورو یو افغان ځوان لا هم بې سواده دی. فارن پالیسې خپرونه پوښتنه کوي، په داسې وضعیت کې به څومره افغانان تفریحي پارکونو ته اړتیا ولري؟
XS
SM
MD
LG