د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۷

دوشنبې د وري ۳۰مه

په كابل كې نننيو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ګڼ مطالب او تحليلونه خپاره كړي، چې لنديزيې دلته لولئ.

باختر:

دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د سولې خبرو ته د ملا عمر چمتوالي ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې د كويټې د شورا دوو جګ پوړو چارو سنډې ټايمز ورځپاڼې ته په مركه كې ويلي د دوى مشر نور په افغانستان كې د واكمنۍ مقصد نه لري او غواړې په صادقانه خبرو كې برخه اخلي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې هم د طالبانو د مشر له خوا دغه چمتوالي ته په اشارې ليكلي، چې ايا د سولې هيله حقيقت ته نږدې كيږي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې ايران په دې تورن كړې، چې په خپل سخت دريځه سياست سره يې سيمه بې ثباته كړې.

ورځپاڼې ليكلي، كه چيرې د ايران حكومت د سيمې لپاره ښه نيت لري نو د افغانانو د اعدام نه دې لاس په سر شي او د هېواد په لويديځ كې دې د بيارغونې د پروژو په وړاندې خنډونه نه جوړوي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا هم د مارجې خلكو ته په ورپېښو ستونزو ژړلي او ليكلي، چې دوى امنيت، ښه حكومتداري او پراخه بيارغونه غواړي.

ورځپاڼې په دوام كې له پېښو سره د مبارزې د ادارې په هغې غونډې هم بحث كړې، چې په كې په مارجه كې د دولت له خوا د شوېو اقداماتو د ارزونې په هدف جوړه شوې وه.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د شخصي امنيتي كمپنېو په فعاليت بحث كړې او ليكلي، چې د دې كمپنېو ځاى بايد كورنيو ځواكونو ته وركړاى شي.

ملي ارمان:


دې نا دولتي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ كې د سولې خبرو ته د ملاعمر په تياري بحث كړې او د امريكا د پوځ د يو جګ پوړي چارواكي په حواله يې ليكلي، چې له دوى سره داسې زيات شواهد موجود دي، چې ښۍ طالبان په يو ډول د سولې د بهير منلو ته تيار دي.

ورځپاڼې د همدې مخ په يو جلا مطلب كې په كابل كې د سولې د ملي مشورتي جرګې په جوړېدو بحث كړې او دې جرګې ته د مشرانو او مخورو د وربللو په بهير كيدونكو اعتراضونو ته په اشارې پوښتلي، چې دې جرګې ته كوم كسان رابلل شوي.

ورځپاڼې په خپل يو مطلب كې دا خبر وركړې، چې نن په كابل كې اداري فساد پرضد د مبارزې غونډه جوړيږي، چې په كې د دې پدېدې په وړاندې د مبارزې په بېلابېلو لارو چارو غور وشي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په خپل لومړي مخ كې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د نوي مشر څرګندونې راخيستي او د هغه په حواله يې ليكلي، چې د انتخاباتو په وړاندې مالي او امنيتي ستونزې تر ټولو جدي دي.

ورځپاڼې په دوام كې د ښاغلي معنوي په حواله دا هم ليكلي، چې انتخابات به د هغه قانون له مخې كيږي، چې د عدليى وزارت له لورې معرفي شوې او په رسمي جريده كې خپور شوې.

ورځپاڼې د همدې مخ غټ سرليك د سيمه ايزو مطالعاتو د مركز هغه بحث ته ځانګړې كړې، چې پرون د لوديديځ د ځينو هېوادونو په اړه د ولسمشر كرزي د وروستيو څرګندونو د څيړلو په هدف جوړ شوې وو.

ورځپاڼې ليكلي، چې ګډونوالو د ولسمشر كرزي څرګندونې د ملي دريځ په توګه ورپيژندلې او له ټولو اړخونو وغوښتل شول، چې د هغه ملاتړ وكړي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس په خپله سرمقاله كې په ايران كې د افغانانو د اعدام په پايلو بحث كړې، چې د ورځپاڼې په وينا خورا منفي به وي.

خو اصلاح بيا د سولې ملي مشورتي جرګې ته د كسانو د وربللو په بهير بحث كړې او ليكلي، چې دې جرګې ته بايد سم او كار پوه كسان ور وبلل شي.

افغانستان:

دې نا دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په هېواد كې د را روانو انتخاباتو او د هغو په وړاندې په پرتو خنډونو بحث كړې.

ورځپاڼې په دوام كې نا امنيو ته په اشارې ليكلي، چې دا يوه اساسي ستونزوه ده او د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره كولو لپاره بايد دا ټولې ستونزې په جدي توګه وڅيړلې شي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د انتخاباتو په قانون بحث كړې او ليكلي، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په وړاندې يو بل اساسي خنډ د انتخاباتو د قانون په سر روانه لانجه ده.

د اداري فساد په وړاندې مبارزه او په دې برخه كې شته ستونزې د ورځپاڼې بل مهم مطلب جوړوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG