نيويارك ټايمز:
امریکایې نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي، ملګرو ملتونو د افغانستان د ولسمشر له خوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د ريیس د غوره کېدو د پریکړې ملاتړ وکړ.
ورځپانه لیکي د لویدیځو هېوادونو مشرانو له څو میاشتو راهیسې پر افغان ولسمشر فشارونه زیات کړي وو، چې داسې اقدامات وکړي چې په راتلونکو انتخاباتو کې درغلۍ بیا تکرار نه شي.
ورځپاڼه لیکي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازې سټیفن ډی میستورا د شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مشر په توګه د سترې محکمې د پخوانی غړي فضل الاحمد معنوي له ټاکنې د ملاتړ تر څنګ د هغه پلان ملاتړ وکړ، چې له مخې یې د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون کمزوری کیږي، خو بیا هم په دې کمیسیون کې بهرنیانو ته د دې حق ورکوي، چې د انتخاباتو په اړه هره پریکړه رد یا تاييد کړي.
د غه راز د نوي پلان له مخې د انتخاباتو د شکایتونو پر کمیسیون د ولسمشر کرزي له خوا د بشپړ کنټرول د هڅې مخه هم نیول کیږي.
د نیویارک ټایمز په وینا له دغو بدلونونو او د ملګرو ملتونو له ملاتړ سره سره ډیرو لږو چارواکو ویلي، چې له دغو بدلونونو سره به په انتخاباتو کې د درغلیو مخه ونیول شي.
د ولسي جرګې مرستیال میرویس یاسیني دې ورځپاڼې ته ویلي تر هغو پورې، چې د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون د دې صلاحیت لري، چې د دې کمیسیون پریکړې رد کړی، زه له دې اقدامه راضي یم.
خو د ولسمشرې په تېرو انتخاباتو کې د کرزي مهم سیال عبداله عبداله وایې، چې د قانون له مخې باید د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون ته لکه د تېر کال په څير ډیره خپلواکي ورکول شوی وای.
ابزرور:
ابزرور ورځپاڼې په یوه مطلب کې تر دې سرلیک لاندې چې په کندهار کې په دوبي کې د ناټو ځواکونو له عملیاتو مخکې په دې ولایت کې کړکیچ په زیاتېدو دی، تر ېو لړ څرګندونو وروسته لیکي:
تېره اونۍ د امریکایي ځواکونو له خوا پر ېوه ملکي بس د ډزو په پېښه کې د پنځو ملکي وګړو له وژل کېدو وروسته، په سلګونو کسان واټونو ته راووتل، ټایرونو ته یې اور واچاوه او مرګ پر امریکا شعارونه یې ورکړل.
د ابزرور په وینا په دوبي کې به په کندهار ښار او شاوخوا سیمو کې د ملکي وګړو د وژنې نورې دا ډول پېښې هم رامنځته شي ځکه د دې ولایت د لېرې پرتو ولسوالیو اوسیدونکي به د پراخو تصفیوي عملیاتو شاهد وي.
ناټو ویلي، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې به وسله وال طالبان وځپي او ټولې سیمې به ترې تصفیه کړي، خو د ابزرور په وینا د کندهار زياتره اوسیدونکي د ناټو د دغو عملیاتو پر بریالیتوب شک څرګندوي، چې ایا هغه به وکولای شي وسله وال مخالفین وځپي، هغه وسله وال چې د ورځپاڼې په وینا تر ډیره حده یې د حکومت ضد عامه احساساتو څخه د ځان په ګټه کار اخیستی.
د ورځپاڼې په وینا د کندهار اوسیدونکي سیمه ایزې ادارې ته د یوې فاسدې ادارې په سترګه ګوري.
انډيپينډنټ:
بلې بریتانوي انډیپنډنټ ورځپاڼې په بریتانیا کې د عمومي انتخاباتو او په افغانستان کې د دې هېواد د پوځي حضور تر منځ اړیکې په یوه مصلب کې څیړلې ده.
انډیپنډنټ لیکي، انتخاباتو ته په نژدې کېدو سره د بریتانیا درې مهم ګوندونه، مختلف شعارونه ورکوي، خو هیڅ څوک هم د افغانستان او په دې هېواد کې د بریتانیا د سرتېرو د حضور په اړه څه نه وایي.
ورځپاڼه لیکي، د دې پوښتنې ځواب چې ولې په افغانستان کې یو، د بریتانیا د ملکي او پوځي مشرانو له خوا په دی ډول توجیه کیږی: د بریتانیا د واټونو او ښارونو د امنیت د ټینګښت لپاره په افغانستان کې جنګیږو.
انډیپنډنټ د بریتانیا کورنۍ وضعیت ته په اشاره لیکي، بریتانیا ته د تروریزم خطر له بهره نه بلکه له داخله ډیر متوجه دی او زیاتوي په افغانستان کې لس زره بريتانیایې سرتېرې د سخت دریځو وسله والو پرضد په هغې جګړه کې برخه لري، چې لوری یې ډیر روښانه نه دی.
د ورځپاڼې په وینا ستونزه داده، چې هغه بریتانیایي سرتېرې چې په افغانستان کې دی، د دې پر ځای چې د بریالیتوب احساس وکړي ډیر ځوریږي او په یوه ابهام کې ژوند کوي.