د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

يکشنبې د اپریل 18 مه


لوېديځ چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د کونړ ولایت له کوړینګل درې څخه د امریکايي ځواکونو وتل او په افغانستان کې د ژورنالیستانو د ستونزو په اړه مطالب خپاره کړي.

ډېرو غربي ورځپاڼو نن د کونړ له کوړينګل درې د امريکايي عسکرو د وتلو مسالې ته پام کړی او وايي، چې امريکا د مرګ له درې ووته .

وال ستريت ژورنال ليکي، چې امريکايي عسکر له پينځه کاله لوړو ژورو او تر ډېرو هڅو وروسته له سيمې ووتل. دا هغه ځای وو، چې امريکايي ځواکونو ډيرې زياتې قربانۍ ورکړې وې .

د ورځپاڼې په ليکنه د دې درې په خوله کې د قرارګاه له جوړولو سره سره ونه توانيدل، چې په دې سيمه کې مخالفين له منځه يوسي.

ورځپاڼه ليکي، چې د دې درې د تصرف لپاره په پيل کې امريکايي مقاماتو ډير سخت تلفات وزغمل .

ورځپاڼه زياتوي چې په دوه زره پينځم کال د امريکا د بحري قواوو عسکر اول دې درې ته د پراشوت په وسيله ورغلل.

تر اوسه لا د هغوی پښه ځمکې ته نه وه رسيدلې، چې د مخالفينو له خوا حمله پرې وشوه او امريکايي قواوې دې ته مجبوره شوې، چې يوه چينوک الوتکه د دوی په تعقيب سيمې ته وليږي .

هغه چينوک الوتکه هم د وسله والو طالبانو له خوا وويشتل شوه او ټول نونلس عسکر ووژل شول. امريکايي قواوې بيا په دوه زره شپږم کال کې بيا دې سيمې ته ولاړې .

د ورځپاڼې په حواله، په دې دره کې د امريکايي قواوو حضور شايد دومره مهم نه وي، ځکه دلته هغه قومونه اوسي، چې له ديني پلوه محافظه کار دي او طالبانو ته به اجازه ورنه کړي په دې سيمه کې فعاليت وکړي.

د ورځپاڼې په حواله دا ټول برخوردونه په دې دليل وو، چې هغوی په خپله سيمه کې بهرنيان نه غوښتل. له بله پلوه له دې ځايه د امريکايي قواوو وتل ښايي دوی ته دا زمينه برابره کړي، چې په نورو سيمو کې خپل فعاليتونه ښه کړي.

له ژورناليستانو د دفاع د نړيوالې کميټه خپرونه:

له ژورناليستانو د دفاع د نړيوالې کميټې خپرونه په خپله وروستۍ ګڼه کې د هغو ژورناليستانو په اړه يوه مقاله خپره کړې، چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له خوا يرغمل شوي دي.

دې ټولنې ليکلي، هغه فرانسوي ژورناليستان چې د تيرکال په وروستۍ ورځ تقريبا يو کال مخکې په افغانستان کې اسير شوي د دوی لپاره د انديښنې وړ مساله ده .

ورځپاڼه ليکي، چې طالبانو دا دوه ځوان ژورناليستان په ټلويزيون ښکاره کړل او هڅه يې وکړه، چې د دوی په وسيله خپل سياسي پيغام د فرانسې د حکومت او خلکو غوږ ته ورسوي .

د ژورناليستانو د حقونو د ملاتړ ټولنې يو وار بيا له طالبانو د دې خبريالانو د خلاصون غوښتنه کړې.
خپرونه ليکي، چې بهرني ژورناليستان د طالبانو د حملو په هدف بدل شوي دي.
XS
SM
MD
LG