د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

يكشنبې د وري۲۹مه


خدمتګار: د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د مشرټاكلو اقدام ته ځانګړې كړې
خدمتګار: د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د مشرټاكلو اقدام ته ځانګړې كړې

په كابل كې نننيو ورځپاڼو د افغانستان په اړه بېلابېل مطالب او د سيمې روان حالات ترڅيړنې لاندې راوستى دي.

خدمتګار:

دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د مشرټاكلو اقدام ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې له زياتو هڅو وروسته بالاخره د بخت مارغه د معنوي په اوږه كښيناست.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د انتخاباتو خپلواك كمسيون د شفافو انتخاباتو د ترسره كولو لپاره يوه اوږده لار په وړاندې لري.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د نړېوالو ځواكونو ماموريت څيړلې او ليكلي، چې دا ماموريت بايد په زيات دقت سره ترسره او په همدې حال كې د افغان ځواكونو د پياوړې كولو لپاره هڅې وشي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په ايران كې د طالبانو د روزلو مسئله راخيستې او په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د قومندان په حواله ليكلي، چې دوى دا مسئله په جدي توګه تعقيبوي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې د انتخاباتو په خپلواك كمسيون كې په رامنځ ته شوي بدلون بحث كړې او هغه يى د چارو د سمون لپاره يو مناسب اقدام بللې دې.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې افغانان د ولسي جرګې ازاد، عادلانه او راڼه انتخابات غواړي او دا انتخابات بايد په خپل ټاكلي وخت ترسره شي.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د امنيتي كمپنيو په فعاليت هم بحث شوې او په دې ترڅ كې د بهرنيو ځواكونو د عمومي قومندان په حواله ليكل شوي، چې بهرنيو ځواكونو له حده زيات په دې كمپنيو تكيه كړې.

افغان جرګه:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې په ايران كې د افغانانو د اعدام په مسئلې بحث كړې او ليكلي، چې د افغانستان د ملي امنيت سلاكار په كابل كې د ايران له سفير سره په ليدنه كې په دې اړه خپله جدي اندېښنه ښودلې ده.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ډاكټر سپنتا د دواړو هېوادونو ترمنځ د بنديانو د تبادلې د تړون په عملي كولو ټينګار كړې.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغان ټولنه كې د اخلاقي فساد په ستونزې بحث كړې او د دې ستونزې د هواري لپاره يې د مناسبو لارو چارو د لټولو غوښتنه كړې.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ په سرليك كې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د مشر د ټاكلو مسئله راخيستې او ليكلي، چې فضل احمد معنوي د يوې ناكامه ادارې ميراث خور شو.

ورځپاڼې په يو بل ځاى كې بيا د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون د غړو په ورپيژندنې بحث كړې او د ولسمشر له خوا ددغه كمسيون د زياترو غړو ور پيژندنې ته په اشارې ليكلي، چې د انتخاباتي شكايتونو كمسيون هم دولتي شو.

ورځپاڼې د شمال په لويه لاره د ملګرو ملتونو د كاركوونكو د تښتولو پېښې ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې طالبان له دې كار سره د څه په لټه كې دي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم په ايران كې د افغانانو د اعدام په مسئلې بحث كړې او په دې ترڅ كې د افغانستان د مشرانو جرګې دا غوښتنه راخيستې، چې د اعدامولو دا لړۍ بايد پاى ته ورسولې شي.

په ورځپاڼه كې د افغانستان په جنوب كې په كيدونكو پوځي عملياتو تبصره كړې او په دې ترڅ كې د مارجې عملياتو ته په اشارې ليكلي، چې په سيمه كې د امريكايي ځواكونو له حضور سره اوس هلته امنيتي وضع ښه شوې ده.

د خلكو اقتصادي ستونزې او هغو ته پاملرنه د ورځپاڼې د پاتې مطالبو مهمه برخه جوړوي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ثبات په راوستلو كې د بهرنيو كمپنيو په رول بحث كړې او ليكلي، چې ددې كمپنيو پر ځاى بايد د افغان ځواكونو روزلو ته پاملرنه وشي.

خو اصلاح بيا په خپله سرمقاله كې د بشري حقوقو په مدافعينو انتقاد كړې، چې په ايران كې د افغانانو د اعدام په وړاندې چوپه خله پاتې دي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو په خپلواك كمسيون كې په وروستي بدلون بحث كړې او ليكلي، چې دا اصلاحات د انتخاباتو د بهير د بهتره كولو لپاره مهم دي.

په ورځپاڼه كې په هيواد كې د ملي پخلاينې لپاره د ولسمشر كرزي په ستراتيژۍ هم پحث شوې او دهغې بيلابيل اړخونه څيړل شوي دي.

ورځپاڼې خپل نننې كارټون په بازار كې بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د بيې د ثابت ساتلو په هدف د افغانستان بانك هڅو ته ځانګړې كړې او پكې دا ښودل شوې، چې ددې كار لپاره افغانۍ له بازاره ټوليږي.
XS
SM
MD
LG