د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۱۴

شنبې د وري ۲۸ مه


په كابل كې نننيو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ګڼ مطالب او تحليلونه ليكلي په لانديني مطلب كې راچاڼ شوي دي.

باختر:

موږ د ولسمشر كرزي په حكومت كې د يو لړ اصلاحاتو شاهد يو دا د امريكا د ولسمشر بارك اوباما هغه وروستۍ څرګندونې دې، چې باختر په خپل لومړي مخ كې راخيستي.

ورځپاڼې ليكلي، چې اوباما دا ډاډ هم څرګند كړې، چې ولسمشر كرزى كولې شي په خپل هېواد كې سوله او ثبات ټينګ كړي.

په ورځپاڼه كې د انتخاباتو د قانون په سر روانو بحثو ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې ښاغلې كرزې او ولسي جرګې د شكايتونو په كمسيون كې د دوو بهرنيو په پاتې كېدو موافقه كړې.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو په اندېښنې بحث كړې او په عينې حال كې ليكلي، چې د دې ستونزې د مخنيوي لپاره بايد هغه ځواكونه محاكمه شي، چې د بې ګناه خلكو په وژنه كې ښكيل دي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د ولسمشر كرزي په مشرۍ جوړې شوې مشورتي غونډې ته په اشارې ليكلي، چې په خپل ټاكلي وخت د ملي شورا د انتخاباتو ترسره كول د ټولو افغانانو مسؤليت دې.

په ورځپاڼه كې په كابل كې د جوړېدونكې نړېوالې غونډې لپاره روانو تيارېو ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې د دې غونډې د سمون چارې ډاكټر اشرف غني احمدزي او ډاكټر عمر زاخيلوال ته سپارل شوي.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې شتو ستونزو ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې په دې ستونزو برلاسې يوازې د ملي يوالي له لارې امكان لري.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د امريكايي سناتورانو په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې كرزې غواړي، چې يو خپلواكه ولسمشر وي.

ورځپاڼې د ولسمشر كرزي په اړه د سناتورانو د وينا دا برخه هم راخيستې، چې كرزې غواړي خپل هېواد په خپله اداره كړي، خو دې د امريكا مرستې ته اړتيا لري.

په ورځپاڼه كې په ايران كې د افغانانو اعدام او له هغوى سره كيدونكي چلند ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې ايرانيان له افغانانو څخه د ګورګين غچ اخلي.

دې ورځپاڼې هم په افغانستان كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په اړه پورته شوېو اندېښنو ته كتنه كړې خو د ناټو په حواله يې ليكلي، چې دوى هڅه كوي په راتلونكې كې د عامه خلكو په مرګ ژوبله كې د زياتوالي مخه ونيسي.

خدمتګار:

دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك دې موضوع ته ځانګړې كړې، چې په چاودنو كې د وژل شوېو وګړو پوښتنه نه كيږي.

ورځپاڼې په دوام كې د قربانيانو د كورنيو ستونزو ته په اشارې ليكلي، چې دولت او نړېوالې موسيسې دوى ته هيڅ ډول پاملرنه نه كوي.

په ورځپاڼه كې د افغانستان په اړه د ايران تبليغاتو ته هم كتنه شوې او دا خبر وركړل شوې، چې دغه هېواد په دې برخه كې د يوې نوې راډيو په پرانيستلو سره د تبليغاتو يوه نوې جبهه پرانستې ده.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د ځينو سرپرستو وزيرانو په كړنو انتقاد كړې او ليكلي، چې دوى كار كوي او كه استفاده.؟

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس په خپله سرمقاله كې بيا په افغانستان كې د سولې د ملي جرګې په بريا كې د اسلامي هېوادونو رول څيړلې او هغه يې خورا مهم بللې دې.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې د ژوند چاپيريال ته په ورپېښو ګواښونو تبصره كړې او ليكلي، چې د چاپيريال ساتنه زياتو هڅو ته اړتيا لري.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې د سولې د ملي مشورتي جرګې نه د خلكو هيلو او توقعاتو ته كتنه كړې او ليكلي، كه څه هم دا جرګه به په هېواد كې شتو ټولو ستونزو ته د حل لاره و نه موندلې شي، خو هر افغان بايد په دې برخه كې خپل رول ولوبوي.

ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې بيا په وسلوالو مخالفينو كې د سولې له روان بهير سره موجوده ليوالتيا انځور كړې او په كې دا ښودل شوې، چې يو شمېر مخالفين غواړي له دې بهير سره يو ځاى شي.
XS
SM
MD
LG