د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۲۳

شنبې د اپريل ۱۷مه


نړېوالو ورځپاڼو واشنګټن پوسټ او انډيپينډينټ په خپلو نننيو ګڼو كې د افغانستان په اړه مطالب ليكلي، چې جاناقا الكوزي ورته كتنه كړې.

انډيپينډنټ:

په انګلستان کې خپریدونکې انډپنډينټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې، پټه جګړه او د طالبانو پټ قشر - تر سر لیک لاندې یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یې راغلي:

د پاکستان پوځ په قبایلي غرنیو سیمو کې د طالبانو په ضد سخت عملیات پیل کړي، خو د هغو طالب وسله والو په ضد عمل نه کوي کوم ،چې د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې په هدفونو بريدونه کوي.

ورځپاڼې په باجوړ کې د پاکستان د پوځ د قوماندان ډګروال نعمان سعید خبره راخیستې چې وایې، دوې غواړي د پاکستان د سرحدي سېمو په اړه دا غلط تصور لیری کړي، چې ګوندې حکومت په دې سېمو واک نه لري.

ډګروال سعید په پاکستان کې سېمه ایز وسله وال، اوباش او بې وجدانه کسان بولي او وایې، دوي ته باید چې د طالبانو خطاب ونه شي، خو دی د افغانستان طالبانو ته بیا په بل نظر ګوري.

د ده په نظر د افغانستان طالبان د یوه عالي هدف لپاره جنګیږي او همدا وجه ده، چې امریکاییان د هغوي په وړاندې زیات پرمخ نه شي تلاى.

انډپنډنټ لیکي: پاکستانى ډګروال په دې بارو دی، ځواکونه یې ځکه د پاکستانیو طالبانو په وړاندې پر مخ ځي چې د دغو وسله والو په ضد د پوځ جګړه قانوني او په حقه ده.

خو د افغانستان د طالبانو په مقابل کې جګړه بیا دا ډول نه ده، خو ورځپاڼه د پاکستان د پوځ د ډګروال د خبرو په دوام کې لیکي: د افغانستان طالبانو د دي لپاره جګړې ته لاس اچولی چې هغوي په افغانستان کې د پښتون قوم اکثریت جوړوي او دا اکثریت د افغانستان په سیاسي پروګرام کې څنګ ته شوی دی.

انډپنډنټ لیکي: د پاکستان د پوځ د دغه ډګروال دا تحلیل امریکایي چارواکو هم منلې، متحده ایالات او نور بهرني هېوادونه چې په افغانستان کې پوځي حضور لري، دې مسلې ته پام اړوي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې لیکلي، چې دا مهال د افغانستان د پولیسو ښوونه او روزنه هم داوطلبۍ ته وړاندې شوې.

ورځپاڼه د امریکا د دفاع وزارت په حواله لیکي: د افغانستان د پولیسو د تعلیم پروګرام ته یي یو میلیارډ ډالر بېل کړي او دا پروګرام یا قرارداد به د خصوصي امنیتي کمپنیو مزایدي یا دواطلبۍ ته وړاندی کړي.

ورځپاڼه لیکي، د داین کورپ انټرنشل موسسه چې تر دې دمه یې د افغانستان د پولیسو د روزنې چارې پر مخ وړلي، شکایت کوي چې امریکا ولې دا کار بلې کمپنۍ ته سپاري.

واشنګټن پوسټ ليكي: د امریکا د حکومت پلټونکو د دغې موسسې په کارونو کې زیاتې نیمګړتیاوې په ګوته کړي دي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، د امریکا د دفاع وزارت عمومي پلټونکي ګورډن هیډل د امریکا د سنا فرعي کمېټې ته چې د تړونونو مسولیت یې تر غاړې دی، ویلي: هره غلطي چې په افغانستان کې د پولیسو د روزنې په کار کې کېداى شوه هغه شوي ده.

ورځپاڼه لیکي: د امریکا د سنا د فرعي کمېټې مشر، سناتور مک کاسکیل په دې نظر دی چې د افغانستان پولیس بې کفایته او فاسد دى او افغانان پرې اعتماد نه لري.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي: د افغانستان په پولیسو کې د موجودو ستونزو له امله د امریکا متحده ایالات زیار باسي چې په روزنې کې یې بدلون راولي او تړون یې یو مناسبې کمپنۍ ته ورکړي.
XS
SM
MD
LG