د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

جمعې د اپريل ۱۶مه


ډيرو لويديځو ورځپاڼو نن د کنړ له کوړينګل درې د امريکايي عسکرو د وتلو مسلې ته پام کړې او وايي چې امريکا د مرګ له درې ووته .

وال سټريټ ژورنال:

وال سټريټ ژورنال ليکي، چې امريکايي عسکر له پينځه کاله لوړو ژورو او تر ډيرو هڅو وروسته له سيمې ووتل. دا هغه ځاي وو، چې امريکايي ځواکونو ډيرې زياتې قربانۍ ورکړې وې .

د ورځپاڼې په ليکنه كوړنګل درې په خوله کې د قرارګاه له جوړولو سره سره ونه توانيدل، چې په دې سيمه کې مخالفين له منځه يوسي. ورځپاڼه ليکي چې د دې درې د تصرف لپاره په پيل کې امريکايي مقاماتو ډير سخت تلفات وزغمل.

ورځپاڼه زياتوي، چې په دوه زره پنځم کال كې د امريکا د بحري قواوو عسکر اول د كونړ د كوړنګل درې ته د پراشوت په وسيله ورغلل. تر اوسه لا د هغوي پښه ځمکې ته نه وه رسيدلې چې د مخالفينو له خوا حمله پرې وشوه او امريکايي قواوې ديته مجبوره شوې چې يوه چينوک الوتکه د دوي په تعقيب سيمې ته وليږي.

هغه چينوک الوتکه هم د وسله والو طالبانو له خوا وويشتل شوه او ټول نولس عسکر ووژل شول. امريکايي قواوې بيا په دوه زره شپږم کال کې بيا دې سيمې ته ولاړې .

د ورځپاڼې په حواله، په دې دره کې د امريکايي قواوو حضور شايد دومره مهم نه وي ځکه دلته هغه قومونه اوسي چې له ديني پلوه محافظه کار دي او طالبانو ته به اجازه ورنه کړي په دې سيمه کې فعاليت وکړي.

د ورځپاڼې په حواله دا ټول چلندونه په دې دليل وو، چې هغوي په خپله سيمه کې بهرنيان نه غوښتل. له بله پلوه له دې ځايه د امريکايي قواوو وتل ښايي دوي ته دا زمينه برابره کړي، چې په نورو سيمو کې خپل فعاليتونه ښه کړي.

له ژورناليستانو د دفاع د نړېوالې کمېټې خپرونه په خپله وروستۍ ګڼه کې د هغو ژورناليستانو په اړه يوه مقاله خپره کړې چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له خوا يرغمل شوي دي. دې ټولنې ليکلي هغه فرانسوي ژورناليستان چې د تېرکال په وروستۍ ورځ تقريبا يو کال مخکې په افغانستان کې اسير شوي د دوي لپاره د انديښنې وړ مسله ده.

ورځپاڼه ليکي ، چې طالبانو دا دوه ځوان ژورناليستان په ټلويزيون ښکاره کړل او هڅه يې وکړه چې د دوي په وسيله خپل سياسي پيغام د فرانسې د حکومت او خلکو غوږ ته ورسوي.

د ژورناليستانو د حقونو د ملاتړ ټولنې يو وار بيا له طالبانو د دې خبريالانو د خلاصون غوښتنه کړې . خپرونه ليکي چې بهرني ژورناليستان د طالبانو د حملو په هدف بدل شوي دې .
XS
SM
MD
LG