د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۲۶

پنج شنبې د اپریل 15 مه


وال سټریټ ژورنال او ډېلي ټلیګراف ورځپاڼو د ولسمشر کرزي او لوېدیځو هېوادو تر منځ د ورستیو شخړو په اړه مطالب خپاره کړي او د ولسمشر کرزي د امریکا یو دمي نرم سیاست غوره کول پوښتنې راپارولي.

وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال امریکایي ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې "د جمهور رییس بارک اوباما او جمهور رییس حامد کرزي برخه لیکونه سره تړلې دي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او پوښتنه کوي، دا کوم ډول سیاست دی، چې خپل یو متحد یو ځل په عام محضر کې توهین کړئ، فشار پرې واچوئ او وروسته له خپل دریخ څخه وګرځئ؟ ورځپاڼه لیکي: دې ډول عمل ته د زیرکۍ ډپلوماسي هم ویلاي شو.

وال سټریټ ژورنال د جمهور رییس کرزي او بارک اوباما تر منځ وروستي تاوتریخوالي ته اشاره کوي او لیکي، له څو میاشتو فشارونو او شخړو وروسته بالاخره امریکا یو ځل بیا کرزي ته د دوستۍ پیغامونه واستول او ټینګار کوي، چې د افغانستان جمهور رییس دې د دوی بلنه ومني او د مې میاشت کې دې په سپینې ماڼۍ کې له جمهور رییس بارک اوباما سره وګوري.

ورځپاڼه وړاندي لیکي، که څه هم چې د جمهور رییس کرزي په وړاندې د سپینې ماڼۍ د فکر دا بدلون یو څه ناوخته دی خو بیا هم بې اغیزه نه دی.

وال سټریټ ژورنال لیکي، که څه هم چې جمهور رییس کرزی د امریکا په طبیعت برابر مشر نه دی، خو متحده ایالات له ده سره له کار کولو پرته بله چاره هم نه لري.

د ورځپاڼې په باور، په ښاغلي کرزي باندې د امریکا علني انتقادونو او سپکاوی خپل منفي تاثیرات په ډاګه کړل او د جمهور رییس اوباما د ځینو مشاورینو دا خبره هم د حل لار نه ده چې وایي، کرزی باید له صحنې لیرې شي.

په دې کار سره به په افغانستان کې سیاسي بحران نور هم زیات شي او په داسې یوه حالت کې به امریکا د افغانستان په کورنۍ سیاست کې له زیات دخالت پرته بله لار ونه لري.

وال سټریټ ژورنال لیکي، جمهور رییس کرزي هم باید له دغه حالت څخه غبرت اخیستی وي، په مټوپړسولو زیاته تکیه باید ونه کړي او غوره به دا وي، چې خپلو خلکو ته د زیاتو خدمتونو او اسانتیاو برابرولو په کار کې زیات فعالیت وکړي.

ډيلي ټیلګراف:

په انګلستان کي خپریدونکي ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې "امریکا باید د افغانستان د سیاسي بحران د حل په مقصد له مخالفو وسله والو سره مخامخ خبرې وکړي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې.

ډیلي ټیلګراف په پاکستان کې د افغانستان د پخواني سفیر او د حزب اسلامی د غړي ډاکټر غیرت بهیر له خولې، چې په دې وروستیو کې یې د کرزي له حکومت سره خبرې کړي، لیکي، د وخت په تېریدو سره به د مخالفانو له مشرانو سره خبرې د سولې لپاره حتمي شي.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن په شمول امریکایي چارواکي د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره خبرې له احتماله لیرې بولي، خو ورځپاڼې د ښاغلي بهیر دا خبره هم راخیستي چې وایي، طالبان له ملا محمد عمر او حزب اسلامي له ګلبدین حکمتیار پرته مفهوم نه لري.

د ده په نظر، دا د افغانانو فرهنګ دی که چیرې د یوه ګوند یا تنظیم مشر له پامه وغورځول شي نو ملاتړې یې هیڅ کار نه شي تر سره کولای.

ډیلی ټیلګراف د ډاکټر بهیر د څرګندونو په دوام کې لیکي، د خبرو لپاره د طالبانو د مشر ملا عمر قانع کول هم اسانه کار دی او زیاتې هلې ځلې غواړي.
XS
SM
MD
LG