د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

چهارشنبې د وري ۲۵مه


افغانستان ټايمز:په هيواد كې د ښځو روان حالت څيړلې
افغانستان ټايمز:په هيواد كې د ښځو روان حالت څيړلې

په كابل كې نننيو ورځپاڼو په خپلو ګڼو كې د افغانستان په اړه بېلا بېل مطالب ليكلي چې حميد مومند په لانديني مطلب كې راچاڼ كړي دي.

سرنوشت:

دې نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د بريتانيى د بهرنيو چارو وزير څرګندونې راخستې او د هغه په حواله يى ليكلي،چې په افغانستان كې د اوسنيوستونزو اصلي لامل په بن كې پښتنو ته نه پاملرنه وه.

ورځپاڼې په دوام كې د يو افغان كتونكي په حواله ليكلي، چې د ميلبنډ خبرې پر ځاى دي خو بنسټ ايښودونكي يى خپله لويديځوال دي.

ورځپاڼې د همدې مخ په يو څيړنيز مطلب كې بيا په دې مسئلې بحث كړې، چې هلمند ولې د القاعده او بهرنيانو ترمنځ د جنګ ډګر ګرځيدلې؟

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو فعاليتونو ته كتنه كړې او د دوى په وړاندې يى د ملګرو ملتونو مسؤليتونو ته ګوته نيولې.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك د افغان ولسمشر په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې يو مطلب ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې ښاغلې كرزې يو ډير باوري سياستوال دې، چې كولې شي خپله دنده په سمه توګه ادا كړي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ښاغلې كرزې د افغانستان منتخب ولسمشر دې او بل هيڅ څوك له هغه زيات د رهبرۍ معيارونه نه شي پوره كولې.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په كابل كې د افغان او بهرنيو ځواكونو د همغږي كولو لپاره جوړې شوې غونډې ته په اشارې ليكلي، چې همغږي د بري لار ده او ګډوډي د ماتې.

خدمتګار:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې د طالبانو د پوځي او مالي ملاتړ مسئله راخستې او ليكلي، چې دوى ترډيره د فارس خليج له شاوخوا هېوادونو تمويليږي او د ازبكستان د اسلامي غورځنګ غړي په افغانستان كې خپلو ملګرو ته وسلې برابروي.

په ورځپاڼه كې د ولسمشر كرزي په وړاندې د ځينو لويديځو كړېو دريځ ته هم كتنه شوې او په دې ترڅ كې د ولسمشر د ورور په حواله ليكل شوي، چې يو شمېر امريكايي كړۍ تر طالبانو پر كرزي زيات لګيږي.

ورځپاڼې په ايران كې د افغان بنديانو د اعدام په مسئلې هم بحث كړې او په دې ترڅ كې پوښتلي دي، چې له ايران سره د بنديانو او مجرمينو د تبادلې د تړون برخه ليك څه شو؟

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې په هيواد كې د ښځو روان حالت څيړلې او په دې اړه شتو اندېښنو ته په اشارې ليكلي، چې دوى لا زيات ملاتړ ته اړتيا لري.

په ورځپاڼه كې له افغانستان سره د كيدونكو مرستو د لګولو په څرګنوالي هم بحث شوې او ليكل شوي، چې افغان چارواكي غواړي، چې دا مرستې د دوى له لارې ولګولې شي.

ورځپاڼې خپل نننې كارټون بيا په افغانستان كې د اداري فساد ستونزې ته ځانګړې كړې او په كې اداري فساد يوه داسې ستره بلا ښودل شوې، چې افغانستان ترې د ځان د خلاصون لپاره فرياد كوي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس بيا په ايران كې د افغان بنديانو د اعدامولو مسئلې ته په اشارې له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغانانو توقعاتو ته كتنه كړې.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې كرنيزو حاصلاتو ته د زياتې پاملرنې غوښتنه كړې او ليكلي، چې دا حاصلات بايد له طبعې افاتو څخه وژغورلې شي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې ليكلي، چې طالبانو په افغانستان كې د خپلو پوځي اهدافو د ترلاسه كولو لپاره لس ميليونه ډالره ځانګړې كړي.

دې ورځپاڼې هم د طالبانو د تمويل مسئله راخستې او د شپيګل ورځپاڼې په حواله يى ليكلي، چې د خليج فارس عربي هېوادونه ددوى اساسي تمويلوونكي دي.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د حضور په اړه د ولسي جرګې د ځينو غړو په حواله ليكل شوي، چې دوى د ترورزم پر ضد د مبارزې لپاره نه بلكه د خپلو سياسي اهدافو لپاره راغلي دي.
XS
SM
MD
LG