د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

چهارشنبې د اپريل ۱۴مه


لاس انجلس ټایمز:مارجه وال تر اوسه په ښارکې خلکو ته د اساسي خدمتونو د برابرولو شوي ژمنې نه دي عملی شوي
لاس انجلس ټایمز:مارجه وال تر اوسه په ښارکې خلکو ته د اساسي خدمتونو د برابرولو شوي ژمنې نه دي عملی شوي

زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو د اییتلافی ځواکونو له خوا په کندهار کی د دوشنبې په ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون، د ملکي خلکو د وژنې په اړه مقالې او مضمونونه لیکلي او د دي عمل عواقب یې ناوړه بللي دي.

لندن ټایمز:

لندن ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په دې اړه لیکلي، د ایتلافي ځواکونو په ډزو کې د ښځو او کوچنیانو وژنه اوهغه هم په کندهار ولایت کې چې ډېر ژر به په کې د امریکایي ځواکونو په مشرۍ پوځي عملیات پیل شي، د خلکو په ذهنونو منفي اغیز کوي.

ټایمز ورځپاڼې په کندهار کې د یوه قومي مشر خبره راخیستی، چې وایي، په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو له پیله مخکې د خلکو مرګ ژوبله پيل شوی ده.

ورځپاڼه د قومي مشر د خبرو په دوام کې لیکي: که د بهرنیو ځواکونو له خوا د ملکي خلکو مرګ ژوبله دوام وکړي نو په دې ځواکونو باندې د خلکو باور به له منځه لاړ شي.

ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي مارک سیډویل خبرې هم راخیستی چې وایي، ناټو غواړي د سیمې له خلکو سره له جرګې او مشورو وروسته به په دوبې کې، عملیاتو او بري ته لار هواره کړي.

د ورځپاڼې په باور، د ملکي خلکو د سپرلۍ په بس باندې د ایتلافي ځواکونو په ډزو سره به په کندهار کې بري ته رسیدل ډېر ګران وي.

ورځپانه زیاتوي، په کندهار کې د عملیاتو د بري لپاره د قومي مشرانو رضایت او ملاتړ ډېر مهم دی او ولسمشر کرزى تېره اوونۍ کندهار ته د سفر په مهال ویلي و، یوازې په هغه صورت کې به په کندهار کې د امید په نامه پوځي عملیاتو ته اجازه ورکړي، چې قومي مشران یي ملاتړ وکړي.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې كې د هلمند ولایت په مارجې کې د امریکایي ځواکونو عملیاتو ته اشاره کړې او لیکي: په مارجې کې د عملیاتو له پرمختګ او له سېمې څخه د طالب وسله والو له ایستلو سره سره د خلکو امنیت نه دی تامین.

د سېمې یوه قومي مشر سلطان محمد شاه لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، په مارجې کې هیڅوک ازادانه تګ راتګ نه شي کولاى او هیڅوک نه پوهیږي، چې څو قدمه وړاندې به څه واقع کیږي.

ورځپاڼه د ځایي خلکو له خولې لیکي: طالبان په مارجې کې خلک وهي او ټکوي او څوک یې مخه هم نه نیسي.

د مارجې اوسیدونکي وایي، تر اوسه په ښارکې خلکو ته د اساسي خدمتونو د برابرولو شوي ژمنې نه دي عملی شوي او که چېرې وضعه په همدې ډول دوام وکړي نو زیات شمېر اوسیدونکي به خپلو کورونو پریښودو ته اړ شي.
XS
SM
MD
LG