د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

سې شنبې د وري ۲۴ مه


په كابل كې نننيو ورځپاڼو د افغانستان په اړه يې ګڼ مطالب راخيستي، چې حميد مومند ترې لاندينى مطلب را چاڼ كړي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا هم د ولسمشر كرزي په وړاندې د لويديځ بدليدونكې دريځ څيړلې او په خپل لومړي مخ كې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې امريكا په افغانستان كې د كرزي بديل نه لري او بايد ورسره همكاري وكړي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا ليكلي، چې د امريكا او لويديځ په دريځونو كې له بدلون سره سره لا هم د وضعې د ښه كولو لپاره عملي ګام نه دې پورته شوې.

ورځپاڼې په دوام كې د افغان دولت او نړېوالې ټولنې ترمنځ ځينو ستونزو ته په اشارې په دې ترڅ كې د افغانستان د ولسي جرګې په رول انتقاد كړې او هغه يې افغانانو ته زيان اړوونكې بللې دې.

په ورځپاڼه كې ځينو هغو ستونزو ته هم كتنه شوې، چې د ورځپاڼې په وينا افغان ولسمشر ورسره لاس او ګران دې.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې ليكلي، چې د امريكا د بهرنيو چارو او د دفاع وزيرانو د افغان ولسمشر كلك ملاتړ كړې.

ورځپاڼې ليكلي، چې افغانان په خپل ولسمشر باندې انتقادونه د افغانستان په ملي واكمنۍ تېرې بولي.

د ورځپاڼې په سرمقاله كې يو ځلې بيا د لويديځ د ځينو كړېو په اړه د ولسمشر كرزي په وينا بحث كړې او ځينو هغو كړېو ته يې اشاره كړې، چې هڅه يې كوله له دې نه ناوړه ګټه پورته كړي.

ورځپاڼې ليكلي، چې د افغانستان او امريكا ترمنځ اړيكې ستراتيژيكې دې او دومره په انسانۍ نه زيانمنې كيږي.

ورځپاڼې كابل ته د امريكا د ځانګړي استازي په سفرهم بحث كړې او د هغه په حواله يې ليكلي، چې امريكا د سولې د ملي مشورتي جرګې ملاتړ كوي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا هم په هلمند كې د ايټالوي ډاكټرانو د نيولو مسئله راخيستې او په هغوي لږول شوېو تورونو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ايا ايټالوي طالبان رښتيا دي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په كندهار كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې وروستۍ پېښې ته په اشارې په افغانستان كې په ميشتو بهرنيو ځواكونو انتقاد كړې، چې له بيا بيا ژمنو سره سره دا پېښې تكراريږي.

ورځپاڼې په دوام كې خبردارې وركړې، چې د داسې پېښو د دوام په صورت كې به بالاخره د خلكو د صبر كاسه نسكوره شي.

په ورځپاڼه كې د سولې د مشورتي جرګې لپاره روانو تيارېو ته هم كتنه شوې او په دې ترڅ كې د سولې لرليد څيړل شوې دې.

خدمتګار:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك دې مسئلې ته ځانګړې كړې، چې ولسمشر كرزې په درېم ځواك كار كوي.

ورځپاڼې ليكلي، چې دا ځواك به نه د امريكا او نه هم د طالبانو ملاتړ وي، چې راتلونكې امن جرګه او د ملي پخلاينې بهير يې د پياوړتيا او مشروعيت دوه مهمې پروژې دي.

دې ورځپاڼې هم په هلمند كې له تروريستي فعاليتونو سره په تړاو كې د نيول شوېو ايټالوي وګړو مسئله راخيستې او ليكلي، چې دوى د ډاكټرانو په جامه كې ترهګر وو او اوس يې دا اعتراف هم كړې، چې غوښتل يې د هلمند والي ووژني او بېلابېلې چاودنې وكړي.

دې ورځپاڼې هم د سولې په مشورتي جرګې بحث كړې او په دې ترڅ كې انتقاد كړې، چې په دې جرګه كې ښځو ته زياته ونډه په پام كې نه ده نيول شوې.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس په خپله سرمقاله كې د امريكا د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو په وروستيو څرګندونو بحث كړې او په دې ترڅ كې د خلكو د ملاتړ د جلبولو په اهميت ټينګار كړې دې.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې د ښځو روان حالت څيړلي او ليكلي، چې دوى لا هم خپل شرعي حقوق نه دي ترلاسه كړي.

افغان جرګه:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په ايران كې د افغان بنديانو د اعدامولو مسئلې ته په اشارې په اسلامي هېوادونو كې د افغان كډوالو حالت څيړلې او په دې ترڅ كې د هېواد چاروكي هڅولي، چې د دوى ستونزو ته جدي پاملرنه وكړي.

ورځپاڼې په افغانستان كې د انتخاباتو د قانون او په دې برخه كې د شتو كړكيچونو په اړه هم يو تفصيلي مطلب خپور كړې دې.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې د هلمند د والي د وژلو توطعې او د هغې ترشا پرتو حقايقو ته هم كتنه كړې.

ورځپاڼې په عينې حال كې په كابل كې د ايټاليا د سفير دا څرګندونې هم راخيستي، چې د دوى د ډاكټرانو نيول به د افغانستان او ايټاليا ترمنځ اړيكې خرابې نه كړي.
XS
SM
MD
LG