د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

سې شنبې د اپريل ۱۳مه


لاس اينجلس ټايمز: په مارجه كې کروند ګر له کوکنارو پرته نور تخمونه کري.
لاس اينجلس ټايمز: په مارجه كې کروند ګر له کوکنارو پرته نور تخمونه کري.

نړېوالو ورځپاڼو لاس اينجلس ټايمز او دیر شپیګل جرمني مجلې د افغانستان په اړه ګڼ مطالب او تحليلونه خپاره كړي، چې په لانديني مطلب كې رانغښتي دي.

لاس اينجلس ټايمز:

لاس اینجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د هلمند د مارجې ولسوالۍ په اړه، چې په دې وروستیو کې شاوخوا ۱۵ زرو افغان او نړېوالو ځواکونو له طالبانو ونیوله د یوه امریکايي قومندان په حواله لیکلي:

په مارجه کې حالات اوس هم نازک دي. ورځپاڼه د برید جنرال لیري نیکولسن څخه په نکل وايي، سره له دې چې په مارجه کې له هیلو ډکې نښې نښانې لیدل کیږي، ښونځي پرانيستل شوي کروند ګر له کوکنارو پرته نور تخمونه کري او پولیسو ګزمې هم پیل کړي، خو شپږ میاشتې نورې پکار دي څو د مارجې عملیات بریالي وګڼل شي.

جنرال نیکولسن لاس اینجلس ټایمز ته ویلي، فکر کوي عملیات په بریالیتوب پیل شوه خو دا چې دا عملیات کامیاب او که ناکام دي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به روښانه شي.

په عین حال کې بیا د هلمند والي ګلاب منګل ورځپانې ته ویلي، چې اوس هم په مارجه کې طالبان ځايي خلکو ته ګواښونه کوي.

لاس اینجلس ټایمز دغه راز د افغان دولت او امریکا تر منځ ورستي کړکیچ ته په اشارې لیکلي، چې امریکايي مقامات هڅه کوي څو له افغان ولسمشر سره وروستۍ لفظي شخړه تر شاه کړي.

دیر شپیګل:

دیر شپیګل جرمني مجلې بیا تر دې عنوان لاندې چې(اوس وخت رسیدلی چې جرمنیان د افغانستان د جګړې په اړه وغږیږي) یو مطلب کې لیکلی:

جرمني د افغانستان په جګړه کې داخلېدو په اړه له مختلفو ستونزو سره مخامخ ده.دیر شپیګل د افغانستان د جګړې د اهمیت د کمولو په اړه د جرمني د حکومت هڅې بزدلانه بللي دي او لیکي، چې اوس وخت رسیدلی څو حکومت حقیقت ومني او باید په دې اړه چې په افغانستان کې د جرمني د ماموریت اهداف څه دي یو علني مناظره جوړه کړي.

مجله وړاندې لیکي: له اوږدې مودې راهیسې پوښتنه داده، چې جرمنیان د افغانستان د وضیعت د ښه کېدو لپاره څه کوي او څه کولای شي.

ځواب دادی، چې جرمني ځواکونه په افغانستان کې هیڅ نه شي کولای، دا په دې معنې هم نه ده چې ګواکې جرمني سرتېري لازمه روزنه او یا مهمات نه لري بلکه خبره داده، چې په افغانستان د جګړې له کرښې د جرمني ځواکونو لرې والۍ په دې هدف دی څو د افغانستان جګړه په المان کې سیاسي ستونزه ونه پاروي.
XS
SM
MD
LG