د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

دوشنبې د وري ۲۳مه


ملي ارمان: د افغان ميرمنو حالت لا هم د انديښنې وړ دې.
ملي ارمان: د افغان ميرمنو حالت لا هم د انديښنې وړ دې.

په كابل كې نننيو ورځپاڼو د كرزي سفر كندزته ترسرليك لاندې ګڼ مطالب ليكلي چې حميد مومند ورته كتنه كړې.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې په هلمند كې د ايټالوي وګړو د نيولو په موضوع بحث كړې او د هلمند د چارواكو په حواله يې په غټو ټكو سره ليكلي، چې دوى په كويټه كې د طالبانو له شورا سره اړيكې درلودلې.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې كندهار او بيا په شمال كې كندوز او بغلان ولايتونو ته د ولسمشر كرزي په سفر تبصره كړې او ليكلي، چې ولسمشر بايد د خلكو د باور د جلبولو لپاره د دوى له سره هغه چارواكي لري كړي، چې د ورځپاڼې په وينا د نا امنيو اصلي عاملين دي.

په ورځپاڼه كې په مارجه كې روانو حالاتو ته هم كتنه كړې او ليكلي، چې د دې سيمې خلك اوس هم د ناورين په غيږ كې دي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې هم كندز ته د ولسمشر كرزي په سفر تبصره كړې او ليكلي، چې ښاغلي كرزي د دې ولايت امنيتي وضع وڅيړله او خلكو ته د ورپېښو ستونزو د هواري ژمنه يى وكړه.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا د ولسمشر كرزي په هغه حكم بحث كړې، چې له مخې يې ولسوالانو ته د مياشتې شل زره افغانۍ مرستندويه معاش منظور شوې او هغه يې په هېواد كې د سيمه ايزو ادارو د پياوړې كولو لپاره يو مهم ګام بللې دې.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې په امنيت باندې د بيارغونې اغيزې څيړلي او سپارښتنه يې كړې، چې دې مسئلې ته بايد زياته پاملرنه وشي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك په هلمند كې د ايټالوي ډاكټرانو د نيولو موضوع ته ځانګړې كړې او په خپله سرمقاله كې يې په هغوى د لګول شويو تورنو د سپيناوي غوښتنه كړې، ځكه د ورځپاڼې په وينا له دې سره به د دوى مرموز اهداف روښانه شي.

په ورځپاڼه كې د كابل او واشنګټن ترمنځ د نظر د اختلافاتو په اړه هم يو مطلب خپور شوې او په كابل كې د امريكا د سفير په حواله ليكل شوي، چې دا يوه عادي مسئله ده.

په ورځپاڼه كې دا خبر هم وركړل شوې، چې د پاكستان استخباراتي ادارې د طالبانو هغه دوه جګ پوړي چارواكي ازاد كړي، چې د ورځپاڼې په وينا د ملا برادر په نيولو كې يى مرسته كړې وه.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك كندز ته د ولسمشر كرزي سفر ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې ولسمشر له طالبانو وغوښتل، چې له تاوتريخوالي لاس په سر شي.

ورځپاڼه په خپله سرمقاله كې هم كندز ته د ښاغلي كرزي په سفر تبصره كړې او ليكلي، چې دا سفر د سولې له روانو هڅو سره ښه مرسته كولې شي.

دې ورځپاڼې هم د كابل او واشنګټن ترمنځ وروستۍ ډيپلوماټيكې شخړې ته كتنه كړې او ليكلي، چې د امريكا د بهرنيو چارو او د دفاع وزيران هڅه كوي، چې دا كړكيچ هوار كړي.

ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د ايټالوي ډاكټرانو چلند انځور كړې او په كې دا ښودل شوې، چې دوى د ټپيانو درملنه نه بلكه په نورو كارونو بوخت دي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس هم په خپله سرمقاله كې كندز ته د ولسمشر كرزي په سفر بحث كړې او په دې ترڅ كې د خلكو د ملاتړ جلبولو په اهميت ټينګار كړې دې.

خو اصلاح بيا په خپله سرمقاله كې ليكلي، چې په هلمند كې د ايټالوي ډاكټرانو په نيولو سره ترورستي توطعه رسوا او شنډه شوه.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله كې د هلمند د والي د وژلو په توطعه كې د لاس لرلو په تور د ايټالوي ډاكټرانو د نيولو په مسئلې بحث كړې او ليكلي، چې د ترورزم دښمنان اوس د ترورزم ملاتړې شوي دي.

ورځپاڼې د هېواد له عدلي او قضايي ادارو نه غوښتي، چې دا مسئله په جدي توګه وڅيړي او پايلې يې خلكو ته اعلان كړي.

په ورځپاڼه كې د افغان ميرمنو حالت ته هم كتنه شوې او په دې ترڅ كې د ملګرو ملتونو په حواله ليكل شوي، چې د افغان ميرمنو حالت لا هم د انديښنې وړ دې.
XS
SM
MD
LG