د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

دوشنبې د اپريل ۱۲مه


لاس انجلس ټایمز: د سولې په خبرو کې، ناټو، اروپایي ټولنه، امریکا او افغان حکومت بېل بېل نظریات لري.
لاس انجلس ټایمز: د سولې په خبرو کې، ناټو، اروپایي ټولنه، امریکا او افغان حکومت بېل بېل نظریات لري.

نړېوالو ورځپاڼو لاس انجلس او نيويارك ټايمز ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو كې د افغانستان د سولې د جرګې په اړه مطالب اوتحليلونه خپاره كړې. چې لنديزيې دلته لولئ.

لاس انجلس ټایمز:

یوه ورځ به په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي، لکه د نړۍ په ټولو کورنیو جګړو کې چې په خبرو ختمې شوې دي په افغانستان کې به هم له طالبانو سره خبرې وشي او د جګړې د اور لمبې به سړې شي.

دا تبصره امریکایي ورځپاڼې لاس انجلس ټایمز خپره کړې ده او په کې دا هم لیکي، چې د سولې په خبرو کې، ناټو، اروپایي ټولنه، امریکا او افغان حکومت بېل بېل نظریات لري.

د لاس انجلس ټایمز په باور امریکا او ناټو استدلال کوي، چې دوی د دې لپاره په افغانستان کې جګړه کوي چې طالبان خبرو ته کښینوي.

ورځپاڼه بیا په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سټینلي مک کرېسټل خبره را اخلي چې وایي، د افغانستان د ستونزې د حل لاره سیاسي ده، داسې چې خپله افغانان دغه غوټه پرانیستلای شي.

ورځپاڼه بیا پوښتنه کوي؟ څومره ژر باید د سولې خبرې پیل شي او له چا سره سوله وشي؟

د لاس انجلس ټایمز په باور دغې پوښتنې هم افغانان کوي، هم امریکایان او هم اروپایان.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلبنډ تېره میاشت د سولې په خبرو کې د ژر پرمختګ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې افغانان د سیاسي روغې جوړې بهیر په ډیرې انرژۍ او ډیر ځواک ګړندی پر مخ بوځي، یو مخ لکه نړېوالو چې په پوځي او ملکي چارو کې فعالیت زیات کړی دی.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په نظر د بارک اوباما اداره بیا د سولې په برخه کې محتاطانه دریځ لري. داسې هیله لري چې د حامد کرزي حکومت په افغانستان کې پراخ ملاتړ ترلاسه کړي ان که په دغو حامیانو کې د طالبانو یو شمېر ډلې هم وي.

د امریکا حکومت که د سولې په خبرو کې د احتیاط هیله لري په لنډ وخت کې د افغانستان د حکومت له لورې د سولې د جرګې د جوړلو ملاتړ هم کوي.

افغان حکومت را روانه میاشت د سولې جرګه رابللې ده. لاس انجلس ټایمز په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان امریکایي جنرال مک کرسټل وینا اقتباس کړې ده چې وایي، هرڅومره ډیر کسان چې په جرګه کې راغونډ شي د ولسمشر کرزي موقف غښتلی کوي او دا کار له موږ سره مرسته کوي.

اما یوشمېر امریکایان بیا دا اندېښنه لري چې حامد کرزی د سولې خبرې ژر پیلوي، د دې پرځای چې صبر وکړي دیرش زره نور امریکایي عسکر روان اوړی په عملیاتو کې څومره پرمختګ کوي، دی د سولې هڅې کوي.

که سوله کیږي نو د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په وینا باید د طالبانو مهم مشران په کې وي. که داسې نه وي د یوه اروپایي دیپلومات په نظر به بیا جګړې پیل شي او هغه ډلې چې له خبرو بې برخې شوې دي، جنګ ته به مخه کړي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د خپلې مقالې په وروستیو کې لیکي د طالبانو له ټولو ډلو سره خبرې اسانه هم نه دي، ځکه چې د طالبانو مشران نه دیموکراسي مني، نه د افغانستان اساسي قانون او نه هم د میرمنو تعلیم غواړي او هغوی ته له نارینه و سره مساوي حقوق نه غواړي.

نیویارک ټایمز:

که لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې پر امکاناتو او ستونزو تبصره خپره کړې ده بلې امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز بیا د شخړو د مخنوي لپاره یوې هڅې ته اشاره کړې ده، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ترورزم په تور د درېو ایټالیایي اتباعو د نیولو قضیه یې څېړلې ده چې د شنبې په ورځ ونیول شول.

ورځپاڼه د ایټالیا د اضطراري چارو د یوه ویاند په وینا څرګندوي چې دا تورونه د خندا وړدي چې ایټالیایي روغتیایي مسوولان دې له ترورستانو سره لاس یو کړۍ وي، ځکه چې د درېو نیول شویو ایټالویانو له ډلې څخه دوو تنو یې له لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې کار کاوه.

د بیړنیو چارو دغه روغتون د افغانستان ترڅنګ د سوډان، کمبودیا او عراق کې په ګډون د نړۍ په پنځلس هېوادو کې څانګې لري. او د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلې دي چې له افغان چارواکو سره د دې پېښې په اړه په ارتباط کې دي.
XS
SM
MD
LG