د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

يكشنبې د وري ۲۲مه


په كابل كې نننيو ورځپاڼو په خپلو ګڼو كې د افغانستان په اړه بېلا بېل مطالب ليكلي چې حميد مومند ورته كتنه كړې.

سرنوشت:

دې نا دولتي ورځپاڼې د ولسي جرګې پرونۍ پريكړې ته په اشارې، چې په كې له حكومت نه د پاتې وزيرانو د ورپيژندلو غوښتنه شوې ليكلي، چې ښايي دا كار نوې ولسي جرګې ته وځنډولې شي او ولسمشر له سره خپله كابينه جوړه كړي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د ولسمشر كرزي په وړاندې د لويديځ په دريځ كې په رامنځ ته شوي نرمښت تبصره كړې او ليكلي، چې لويديځ ته په كار ده، چې د افغانستان په اړه په خپله تګ لاره كې هم بدلون راولي.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د جرمن ځواكونو د ماموريت په سر د دغه هېواد د سياسي كړېو ترمنځ روانو ناندرېو ته هم كتنه شوې او د صدراعظمې انګلا ميركل په حواله ليكل شوي، چې د ثبات پرته له افغانستان څخه د ځواكونو ويستل به يو غيرمسؤلانه كار وي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه د لويديځ او امريكا په دريځ كې رامنځ ته شوي بدلون ته په اشارې ليكلي، چې د بارك اوباما او ناټو پاخه ملاتړ يو ځلې بيا منفي پالو ته سخت ګزار وركړ.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې منفي تبليغات به هيڅ كله هم د افغانستان او نړېوالې ټولنې اړيكې زيانمنې نه كړي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د كابينې د پرونۍ غونډې پريكړې ته په اشارې، چې په كې د پراختيايي پروژو د كار د بهير په اسانه كولو او ګړندي كولو ټينګار شوي بحث كړې او ليكلي، چې دا پروژې بايد هرو مرو پلې شي.

ورځپاڼې د هلمند د والي د وژلو لپاره د يوې داسې توطعې خبر وركړې، چې د ورځپاڼې په وينا په كې د ايمرجنسي د روغتون درې اټالوي وګړي ښكيل وو.

افغان جرګه:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د ناټو د ماموريت په اړه د روسيي دريځ ته كتنه كړې او په دې ترڅ كې د امريكا د بهرنيو اړيكو د شورا په حواله ليكلي، چې روسيه نه غواړي، چې ناټو په افغانستان كې بريالې شي.

په ورځپاڼه كې د كابل او واشنګټن ترمنځ وروستۍ ډيپلوماټيكې شخړه هم څيړل شوې او د كريسچن ساينس مانيټور ورځپاڼې په حواله ليكل شوي، چې افغانستان نور نو د امريكا په غوښتنه مخكې نه ځي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د سولې او امن په ټينګښت كې د رسنيو په رول بحث كړې او په عينې حال كې له دولت نه غوښتي، چې د هغو رسنيو په وړاندې كلك ګامونه پورته كړي، چې په هېواد كې د جنګ اور ته لمن وهي.

افغانستان ټايمز:

دې انګليسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې چارواكي هڅولي، چې د خپلو چارو د پرمخ بېولو لپاره د خلكو ملاتړ جلب كړي، ځكه د ورځپاڼې په وينا د خلكو د ملاتړ پرته د چارو پرمختګ امكان نه لري.

ورځپاڼې په جلال اباد كې شوېو پرمختګونه د چارواكو او خلكو ترمنځ د همكارېو يوه ښه بيلګه بللې ده.

ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې په افغانستان كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو حالت انځور كړې او په كې دا ښودل شوې، چې اپيم د زرګونو ځوانانو ژوند له ګواښ سره مخ كوي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړې دي.

انيس په خپله سرمقاله كې د كابل او لويديځ ترمنځ د لفظي شخړې په پاې بحث كړې او ليكلي، چې د بهرنيو دوستانو نرم دريځ دا ښۍ، چې دوى په افغانستان كې شته واقعتونه درك كړي دي.

خو اصلاح بيا ليكلي، چې افغان ولسمشر د لويديځ په اړه په خپل وروستي دريځ سره خپل سياسي او ملي تدبر وښود.

خدمتګار:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا هم په پاكستان كې د ملابرادر د نيولو مسئله راخستې او ليكلي، چې ملابرادر غوښتل په كابل كې د سولې په جرګه كې له څوارلس سوو كسانو سره ګډون وكړي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د امريكا د بهرنيو اړيكو د شورا په هغه راپور بحث كړې، چې ويلي روسيه نه غواړي، چې ناټو په افغانستان كې بريالۍ شي او ليكلي، چې افغانستان د ناټو او روسيې د يو بل ټكر په درشل كې دې.
XS
SM
MD
LG