د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

يكشنبې د اپريل ۱۱مه


نيويارك ټايمز:اوباما غواړي د کرزي په وړاندي خپل دریځ نرم کړي
نيويارك ټايمز:اوباما غواړي د کرزي په وړاندي خپل دریځ نرم کړي

نړېوالو ورځپاڼو نيويارك ټايمز او واشنګټن پوسټ په خپلو نننېو ګڼو كې د افغانستان په اړه ګڼ مطالب ليكلي،چې په لانديني يوه مطلب كې رانغاړل شوي.

نيويارك ټايمز:

نیویارک ټایمز د افغانستان پرحالاتو په خپله وروستې ګڼه کې تردې عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې، چې ( امریکا غواړي د کرزي په وړاندي خپل دریځ نرم کړي).

ورځپاڼه لیکي: د ولسمشر حامدکرزې د تر تاثیرلاندې راوستلو لپاره د امریکا د هڅو تر تقریبا یو کال څارنې وروسته، داسې ښکاره کیږي، چې د حکومت په اولو ورځو کې د ولسمشر اوباما سخت دریځ لویه اشتباه وه.

نیویارک ټایمز لیکي، چې د ولسمشر کرزي په وړاندې په چلند کې تغیر د ولسمشر اوباما په دوو وروستیو سفرونو کې واضح لیدل کیږي.

ورځپاڼه لیکي، د مارچ په اته ویشتمه نېټه، کابل ته د جمهور ریس اوباما د سفر پر مهال، د ملي امنیت په چارو کې د هغه سلاکار خبریالانو ته وویل چې، ولسمشر اوباما به د دې لپاره پر جمهور ریس کرزي فشار راولي، چې له اداري فساد او د مخدرو موادو له تولید سره د مبارزې په چارو کې یې د امریکایانو غوښتنه له نظره غورځولې ده.

خو د تېرې جمعې په ورځ چک جمهوریت ته د ولسمشر اوباما د سفر پر مهال، د ملي امنیت په چارو کې د هغه همدې سلاکار خبریالانو ته وویل چې، جمهور ریس اوباما ولسمشر کرزي ته له درناوي سره یو لیک استولې دې او په کابل کې یې د میلمه پالنې په خاطر له هغه مننه کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي، اصلی سوال دا دې چې د دې دوو سفرونو تر منځ څه پېښ شول،چې له جمهور ریس کرزي سره د ولسمشر اوباما په دریځ کې دومره بدلون راغې؟

نیویارک ټایمز وايي، جمهور ریس کرزي په لويديځ هېوادونو واضح انتقاد وکړ، جمهور ریس محمود احمدي نژاد ته یې کابل ته د ورتګ بلنه ورکړه
او ان دا چې ویې ویل، که نړېواله ټولنه فشارونه پرې زیات کړي له وسله والو طالبانو سره به یوځاى شي.

او دا ټول دیته په پام چې د جمهور ریس اوباما اداره وایي، هغه ورځې به بیرته نه را ګرځي چې په میاشت کې به دوه واره جمهور ریس کرزي او پخواني ولسمشر جورج بوش په ویډیو کنفرانس سره لیدل.

د ورځپاڼې په حواله ، یو لوړ رتبه امریکايي مقام ویلي، چې په ځيني مواقعو کې د سختې او ترخې دوستۍ له اصولو کار اخلي خو نه په ډيرشدت.

ورځپاڼه لیکي په رویه کې له دې وروستی بلدونه ښکاره کیږي، چې پر جمهور ریس کرزي د علنی فشارونو له زیاتېدو سره د امریکا د غوښتنو په وړاندې د هغه مقاومت هم زیاتیږي.

نیویارک تایمز لیکي، دا موضوع همدا راز ښکاره کوي چې دا مهمه نه ده چې د اوباما اداره تر څه حده کوشش کوي، چې د ولسمشر کرزي له شاوخوا خلکو سره کار وکړي خو بیا هم په خپله له جمهور ریس کرزي سره له معاملې پرته بله هیڅ لار نه لري.

واشنګټن پوسټ:

د امریکا چاپ بله ورځپاڼه ، واشنګټن پوسټ د افغانستان پر حالاتو او له امریکا سره د دې هېواد د اړيكو په اړه په خپله مقاله کې د سپینې ماڼۍ د امنیتي سلاکار جیمز جونز دا خبره راخیستي چې وايي، ولسمشر کرزې د دواړو هېوادونو د اړيكو د خرابولو نیت نه لري.

هغه همدا راز ویلي، چې په کابل کې د دواړو ولسمشرانو لیدنه ډيره دوستانه وه.

په عین حال کې د ملي امنیت په چارو کې د افغانستان د حکومت د سلاکار مرستیال شیدا محمد ابدالي ویلي چې، د ولسمشر کرزي خبرې بل وړ تعبیر شوی دي.

د ده په وینا ولسمشر کرزي پر لويديځوالو هېوادونو بريد نه ده کړې بلکه خبر دارې يې ورکړ، چې د ستونزو زیاتوالې لکه په انتخاباتو کې د درغلیو خبر په افغانستان کې د امریکا ګټې له خطر سره مخامخ کولاى شي.
XS
SM
MD
LG