د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۵۱

شنبې د اپریل 10 مه


فارین پالیسي خپرونې او لاس انجلس ټایمز ورځپاڼو د افغانستان او امریکا د ورستیو اړیکو او امریکا او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د خلکو وژلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

فارین پالیسي:

د ازادې اروپا - ازادي راډیو عمومي رییس جیفری ګیډمن په فارین پالیسي خپرونې کی یوه مقاله لیکلې او سر لیک یې ورکړی: "د افغانستان د متزلزل جمهور رییس په اړه د خلکو اندیښنې په ځای دي، خو متحدین باید له ستر تصویر نه هم مخ وا نه ړوي". د مقالې لیکوال لیکي، افغانستان ته د خپل وروستي سفر په مهال مې فرصت پیدا کړ چې له پوځیانو، دیني عالمانو، وزیرانو، ژورنالیستانو، د غیر دولتي موسسو له فعالانو، د پارلمان له وکیلانو، والیانو، قومي مشرانو او له جمهور رییس حامد کرزي سره ووینم.

جیفری ګیډمن په مقاله کې لیکي، د افغانستان حالات د یوه پراخ نظر انځور دی، خو په واقعیت کې ټول په دې خبرې موافق دی، چې په دغه حساس وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو او جمهور رییس کرزي اړیکې باید خراب شوي نه وای.

د افغانستان حکومت همدا اوس هم له سترو ستونزو سره لاس او ګریوان دی او تر ټولو ستره ستونزه یې د حکومت دارۍ مساله ده.

ګیډمن په فارین پالیسي خپرونې کې لیکي، د افغانستان د حکومت د کمزرورۍ اندازه په کابل کې د تېرو نهو میاشتو بې امنیو او چاودنو څخه هم لګیدای شي.

په دې برسېره د افغانستان اقتصاد هم کمزوری دی. بډاي او شتمن افغانان، جګړه ماران او هغه کسان چې د دفاع وزرات له قراردادونو، ساختماني پروژو او امنیتي موسسو له لارې زیاتې پیسې پیدا کوي، ارام او سوکاله دي خو نور ټول افغانان په بې وزلۍ او کړاو کې ژوند کوي.

د مقالی لیکوال جیفري ګېډمن زیاتوي، افغانستان ته د سفر په جریان کې راته یوه معتدل نظرې ملا وویل، افغانستان ته ښه راغلاست، د نړۍ تر ټولو بې وزلۍ او کړیدلي هېواد ته ښه راغلاست.

لاس انجلس ټایمز:

په امریکا کې خپریدونکي لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د امریکا د خاصو ځواکونو د کړنو په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي:

په افغانستان کې د شاوخوا نهو کلونو جګړو په جریان کې د امریکا د پوځ خاص ځواکونه د شپې په تیاره کې او له خپله ځانه جوړو کړیو اصولو او قواعدو په اساس جګړې او فعالیت کوي او د دې ځواکونو کړنې د عامو خلکو له نظره پټې ساتل کیدې. خو دا مهال یو جګ پوړی هیات موظف شوی چې د دې خاصو ځواکونو د اعمالو څار وکړي.

ورځپاڼه لیکي، امریکایي او افغان چارواکي د هغو پنځو تنو افغانانو د قتل په اړه څیړنه کوي، چې د تېري فبرورۍ میاشت کې د امریکایي او افغان ځواکونو د تهاجمي عملیاتو په جریان کې وژل شوي وو.

په وژل شویو کې درې ښځي وې او اییتلافي ځواکونو د وژل شویو کسانو مړي پټ کړي وو، څو د قتل علتونه یې په ډاګه نشي.

لاس انجلس ټایمز لیکي، په روانې اوونۍ کې امریکایي ځواکونو د فبرورۍ د ۱۲ مې نېټې پېښې مسوولیت په غاړه واخیست.

د پنجشنبې په ورځ یو شمېر جګ پوړي امریکایي چارواکي د قربانیانو کورونو ته لاړل او د عسکرو د ناوړه عمل بخښنه یې ترې وغوښته. په لومړي سر کې امریکایي چارواکو د دې پیښې پړه په وسله والو اچولې وه.
XS
SM
MD
LG